برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۸ اسفند , ۱۳۹۶ لنډ لینک :

د پاکستان په عمران خان هم د بوټ ګوزار وشو

د پاکستان د انتخاباتو د نیټې په نږدې کیدو سره د خلقو د رایو د جذبولو لپاره د سیاسي ګوندونو هڅې او د تبلیغاتو بازار تود شوی دی.
د پاکستان د پنجاب صوبې په ګجرات سیمه کښې یوه (۱)نامعلوم سړی د تحریک انصاف مشر عمران خان په بوټ وویشت خو بوټ د دغه ګوند دیوه(۱) سیاستوال علیم خان په سینې ولګید .
پولیسو بوټ ویشتونکی ونیوه او د تحریک انصاف مشر عمران خان له دغه پیښې وروسته وینا ختمه کړه او د غونډې د ترسره کونکو مننه یې وکړه .
څو ورځې مخکې د پاکستان د پنجاب صوبې په مرکز لاهور کښې یوه(۱) کس په مخکینی لومړی وزیر او دمسلم لیګ د نوازشریف څانګې په پخوانی مشر نوازشریف د بوټ ګوزار کړی وو .
د پاکستان په خارجه وزیر خواجه اصف هم یوه کس توره سیاهی شیندلی وه .
د پاکستان د انتخاباتو د نیټې په نږدې کیدا سره د خلکو د رایو د جذبولو لپاره د سیاسی ګوندونو هڅې او د تبلیغاتو بازار تود شوی دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي