برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, 2 ژوئن , 2018 لنډ لینک :

د مسجدالاقصی د جُمعې په نمانځه کښې د دوه (( 270000))فلسطينيانو ګډون

د یورپوټ له مخې د قدس ښار د جُمعې له سحر څخه د صهيونېسټو فوځيانو په پراخه شتون سهر په يو فوځي کېمپ بدل شوے ؤ.


د صهيونېسټو فوځيانو د سختو تدابيرو او له څلوېښتو کلونو د کمو سړيو له داخلېدو څخه د مخنيوي باوجود د اردو د سيند د لويديځې غاړه له دوه لکو اويا زرو نه زياتو فلسطيني نمونځګزاري او روژتيان مسجدالاقصی ته په رسېدو کښې کامياب شول.
د روژې د مبارکې مياشتې په وړومبۍ جمعه يو لک شل زرو فلسطينيانو په دويمه جمعه تقريباً دوو لکو فلسطينيانو د مسجدالاقصي د جُمعې په نمانځه کښې ګډون کړے ؤ.
د مسجدالاقصی خطيب پرون د جُمعې په خطبو کښې وويل ځيني عربي او اسلامي هېوادونه د فلسطينيانو له دښمنانو څخه په پېروۍ سره د پېړۍ د معاملې په شان يو لړ تجويزونه وړاندې کوي.
شېخ عکرمه صبري زياته کړه دغه طرح هم هغه په امريکائي جامه کښې د نيواکګرو پلان دے.
له تل ابيبه قدس شريف ته د امريکې د سفارت د منتقلولو په ورځ غاصبو اسرائيلي فوځيانو لږ تر لږه ۶۵ فسطينيان شهيدان او تقريباً دوه زره نهه سوه نور يې ژوبل کړل.

شریک یي کړئ!

دیدگاه ها بسته شده است

نوی خبرونه