برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۶ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د لوې اختر په ورځ پر مسجدالاقصی باندی برید

آریانانیوز: فلسطین الیوم خبري سایټ خبر ورکړی چې په مسجدالاقصی باندې دصهیونیسټي ښارګي میشتو دا تیری پس له هغې وشه چې تندلارو صهیونیسټانو له څو ورځو راهیسې په یو کمپین کښې له خپلو پلویانو غوښتې وو چې د لوې اختر په ورځ دې پر اقصی جومات باندې پراخ یرغل وکړي
له دې مخکښې د صهیونیسټي رژیم پوځیان په مسجدالاقصي ورغلل او لسګونه فلسطینیان یې زخمي کړل
دا په داسې حال کښې دي چې پرون د قربانۍ د لوې اختر د لمانځه لپاره له یو لاک نه زیات فلسطینیان د مسجدالاقصی په خواوشا کښې راغونډ شوي وو
د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو خارجه وزارت د یوې بیانیې په صادرولو سره، د دې په ترڅ کښې چې له نړیوالې ټولنې یې د مسجدالاقصی د مرستې غوښتنه وکړه، ټینګار یې وکړ چې د فلسطین ولس به په تیره بیا په قدس شریف کښې د صهیونیسټانو دغه دسیسې شنډې کړي او د مسجدالاقصی ملاتړ به وکړي

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي