برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د فلسطينيانو د کورونو ويجاړول

آریانانیوز: دیو رپوټ له مخې د صهيونېسټ رژيم فوځيانو نيواکي قدس په جنوب ختيځ کښې په وادي الحمص سيمه له خپلو کورونو څخه د فلسطينيانو په وېستلو سره له نن سحر څخه په بولډوزورو سره د فلسطينيانو د کورونو ويجاوړل شروع کړي دي.



د صهيونېسټ مېشته ښارګيو له جوړولو سره د مقابلې د کمېټۍ مشر وليد عساف وويل، د فلسطينيانو د کورونو د ورانولو دغه عمليات د صهيونېسټانو يو ترټولو لوے جنګي جنايت دے او له ۱۹۶۷ کال نه را په دېخوا مخينه نه لري.
له بلې خوا فلسطين کورواکو تشکيلاتو او مختلفو فلسطيني ډلو د صهيونېسټ رژيم دغه جنايتونه سخت غندلي دي.
د کورواکو تشکيلاتو خارجه وزارت نن وويل،د نړيوالې ټولنې خاموشۍ د نيواکګر رژيم د چارواکي د لا زياتو جنايتونو د ترسره کولو لپاره لا سپين سترګي کړي دي.
د فلسطين د کورواکو تشکيلاتو خارجه وزارت له نړيوالې ټولنې او ملګر ملتو وغوښتل چې په دغه رژيم دې دباو راوړي چې له دغو اقداماتو لاس واخلي.
همدارنګ مختلفو فلسطيني ډلو د فلسطينيانو د کورونو په ويجاړولو کښې د صهيونېسټ رژيم دغه اقدام جنګي جنايت وبلۀ.
د قدس شريف ګورنر عدنان غيث، د حماس وياند حازم قاسم، د دغه غورځنګ يو بل غړي سامي ابوزهري، د فلسطين د ازادۍ ولسي محاذ مشرانو، په قدس کښې د اسلامي عالي کمېټۍ مشر عکرمه صبري او فلسطين د اسلامي جهاد مشرانو په بيله بيلو بيانيو کښې د صهيونېسټ رژيم د دغه جنايکارانه اقدام په غندلو سره دا يو خطرناک اقدام وبلۀ او اعلان يې وکړ چې فلسطينيان به د دغه ظلم او جنايت په وړاندې خاموشه پاتې نه شي. هغوي همدارنګ له نړيوالې او اسلامي ټولنې څخه د دغو جنايتونو د مخنيوي لپاره د هلو ځلو غوښتنه وکړه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي