برخه -څانګه : note, world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۶ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دصهيونېسټ رژيم د ماشوم وژنو نوې څپه

آریانانیوز: د بشري حقوقو مرکز دراپوپراساس : په تېر ۲۰۱۸ ميلادي کال کښې د صهيونېسټ غاصب رژيم فوځيانو پنځوس ماشومان په ډزو سره شهيدان او دوه زره اته سوه نوي تنه نور يې ژوبل کړل.


د دغه رپوټ په يوه بله برخه کښې راغلي دي: صهيونېسټ رژيم همدارنګ د فلسطينيانو په تېره بيا د ماشومانو د حقوقو خلاف ورزيو ته دوام ورکوي او په تېر کال کښې يې د غزې په تړانګه کښې دوه مدرسې هم بمباري کړې. له ۲۰۰۰ کال او د انتفاضې له شروع کېدو نه تر اوسه پورې د قدس د غاصب رژيم د فوځيانو په حملو کښې تقريباً دوه زره درې سوه فلسطيني ماشومان په شهادت ورسېدل.
مختلفو رپوټونو يو ځل بيا د صهيونېسټ جنايتکار رژيم چې د فلسطيني ماشومانو د قتل عام په وجه په ماشوم وژونکي رژيم مشهور دے چلندونو ته پامونه اړولي دي. فلسطيني ماشومان په داسې حالاتو کښې د صهيونېسټ رژيم د وحشيانه سياستونو قرباني کيږي چې د اسرائيلي فوځيانو لپاره يې څه ګواښ نه دے رامنځته کړے. د اسرائيلو اقداماتو له صهيونېسټ رژيم څخه د کرکې او ورباندې د نيوکو څپه رابرسېره کړې ده. امريکائي جرنلېسټ صهيونېسټ رژيم يو ماشوم وژونکے رژيم وبلۀ. امريکائي جرنېلسټ رېچرډ سېلورسټين د فلسطينيانو په خلاف د صهيونېسټ رژيم د جنايتونو په اړه وويل، اسرائيل په فلسطيني ماشومانو سخت ظلم کوي او نېغ په نېغه پرې تشدد کوي. سيلورسټين زياته کړه، اسرائيل د هغو ماشومانو قاتل دے چې هيڅ خطا يې نه ده کړې.
صهيونېسټ رژيم د نړيوالو ټولنو د کوتاهۍ په وجه هم هغه شان په پوره ګستاخۍ سره د فلسطيني ماشومانو په لا زيات قتل عام لګيا دے او په تېر ۲۰۱۸ ميلادی کال کښې په جنګي ګوليو باندې د فلسطيني ماشومانو د ويشتلو زياتې شمېرنې د داسې يو حقيقت تائيدونکې دي؟
د فلسطيني ماشومانو د لازيات قتل عام په اړه د صهيونېسټ رژيم د چارواکو تاکيدونو د بشريت په خلاف د دغه ماشوم وژونکي رژيم ماهيت لا زيات په ډاګه کړے دے.په دې اړه د صهيونېسټ رژيم د زدکړو وزير نفتالي بنت څه وختونه مخکې په تېر ميلادي کال کښې د دغه رژيم د کابينې په يوه غونډه کښې د غزې د تړانګې په پوله کښې په هغو فلسطيني ماشومانو باندې نېغ په نېغه د جنګي الوتکو او ډرون حملو غوښتنه وکړه چې د نيواکي زمکو لوري ته اور لګونکي بالونونه او پتنګان ليږي. صهيونېسټ رژيم د هغو رژيمونو په سر کښې چې د نړيوالو قوانينو په خلاف ماشومان نيسي، محاکمه کوي او په جېلونو کښې يې په مختلفو طريقو سره شکنجه کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي