برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د فلسطينيانو د ټولو اهدافو تر پوره کېدو د ستنېدو د حق د مظاهرودوام

د فلسطين د اطلاع رسونې د مرکز د رپوټ له مخې د ستنېدو د حق د مظاهرو ملي کمېټۍ نن په يوه بيانيه کښې تاکيد وکړ، د ستنېدو د مظاهرو او وروسته د اړوندو فعاليتونو مقصد د ستنېدو د حق په اړه د فلسطينيانو د اګاهۍ زياتول او له ملي خپلواکۍ او مقدساتو څه ملاتړ دے او د دغو فعاليتونو لمن به ورځ ترورځې لا ارته شي.


د ستنېدو د حق د مظاهرو ملي کمېټۍ د جمعې په ورځ په مظاهرو کښې د عامه فلسطينيانو د لا پراخ ګډون غوښتنه وکړه او تاکيد يې وکړ چې ظالمان محاصره به هيڅکله فلسطيني ملت له مقاومته منعې نه کړې شي. دغه فلسطيني کمېټې واضحه کړه د فلسطيني ملت په خلاف د صهيونېسټ رژيم د جنايتونو زياتوالے له دغه غاصب رژيم سره د مقابلې لپاره د ملت د لا زيات وحدت او يووالي تقاضا کوي او ټول اسلامي او عربي امت او د نړۍ ټولو پتمن انسانان پکار دي له هرڅه زيات له فلسطيني ملت او د هغه له آئيډيالونو څخه ملاتړ وکړي.
دغې کمېټۍ له اسلامي او عربو هېوادونو غوښتل چې د عربو او د اسلامي تعاون د تنظيم د سرمشريزو غونډو پرېکړليکونه دې اجرا کړي او له هغو ټولو هېوادونو سره دې چې خپلې سفارتخانې نيواکي قدس ته منتقلوي تعلقات پرې کړي.

شریک یي کړئ!