برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۰ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

خلکو یوځل بیا د امریکائی جنایتونو په ضد مظاهره

آریاناانیوز: دیوراپورله مخی د لغمان ولایت په سلګونو خلکو د امریکائی ځواک په لاس د عاموخلکو د مرګ ژوبلو په زیاتیدا په اعتراض او د واشنګټن حکومت په ضد مظاهره وکړه .
راپور ښئ په لغمان ولایت کېد امریکائی ځواکونو په حملې پسې چې په لسګونوکسان پکې په وینو کې لیت پیت شوی ،د لغمان خلکو دامریکائی پوځیانو په ضد خپله کرکه او نفرت یو ځل بیا نندارې ته وړاندې کړی .
مظاهره چیانو یو ځل بیا له افغانستانه دامریکائی پوځیانو د وتلو غوښتنه کړې ده . د عامو افغانانو د مرګ ژوبلو زیاتیدا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې دسپینې ماڼۍ سلاکارانو په افغانستان کې د امریکا د استخباراتی ادارې سی آئی اې د ځواک دشمیر دزیاتولو وړاندیز مطرح کړی ؤ .

شریک یي کړئ!