برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۷ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د عربستان ګوډاګیانو ته ماتی

آریانانیوز: دیوراپورله مخی دیمن پوځ او ولسی کمیټیو پرون د سعودی عربستان په جنوب کښې په نجران کښې دخپلو مرکزونو په لور دپرمختګ لپاره د عربستان د ګوډاګیانو عملیات له ماتی سره مخ کړل .
د سعودی عربستان له ګوډاګیانو سره د یمن د پوځ او د ولسی کمیټیو په نښتو کښې د سوډان یوشمیر تیریګر ووژل او ژوبل شول او دهغوې پوځی تجهیزات هم تباه شول .
دغه راز د ملګروملتونو دماشومانو د صندوق یونیسف اجرایی مدیر هنریتا فور هم پرون وویل په یمن د سعودی عربستان دائتلاف د یرغل له پیل راهسې تراوسه اوه زره او درې سوه (۷۳۰۰) ماشومان وژل شوی دی .
هغه دملګروملتونو د امنیت شورا په غړو غږ وکړ په یوه (۱)خوله د یمن د ماشومانو ملاتړ وکړی .
په یمن کښې کابو پینځلس (۱۵) میلیونه ماشومان شته چې کابو ټول یې بشر دوستانه مرستو ته سخت ضرورت لری .
دسعودی عربستان تیریو او حملو دیمن بې وزله هیواد د خواړو او ددرملو له سخت کمښت سره مخ کړی دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي