برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۴ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د عربستان د آرامکو په تیلي تاسیساتو ډرون برید

آریانانیوز: د خبریو له مخې د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع نن وویل: د یمن د پوځ او ولسي مبارز ځواک ډرون یونټ په لسو بې پایلټه الوتکو سره د بقیق او خریص د تیلو چڼځي په نښه کړل
هغه زیاته کړه چې د یمن د پوځ دغه ډرون عملیات د دفاعي عملیاتو په لړ کښې او د یمن د ولس خلاف د تیري ګرو د جنایتونو په غبرګون کښې شوې دي
هغه ټینګار وکړ چې دا عملیات د عربستان دننه د یمني ځواکونو ډیر ستر عملیات دي او له دقیقې اطلاعاتي څارنې او د عربستان دننه د شریفو او پتمنو کسانو په ملګرتیا سره یې بڼه نیولې ده
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند هم داشان ټینګار وکړ: د تیري ګرو د حملو او د یمن د ولس د کلابندۍ د دوام په بڼه کښې د دې هیواد راتلونکي عملیات به لاپراخ او ډیر دردناک وي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي