برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۶ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د سعودی عربستان په بندیخانوکی دبشری حقونو نقضیدل

آریانانیوز: دکرونا دخپریدوپه پاملرنی سره دنړیوالی بخښنی اداری په عربستان کی دسیاسی بندیانوڅخه په بیړنی توګه دیوی زندانی دخوشی کولوغوښتونکی شو.
په یوی اعلامیی کی چی دنړیوالی بخښنی اداری لخوا خپروی شوی راغلی دی چی دعربستان چارواکی باید ژرډاکټر عبدالله الحامد له بندڅخه خوشی کړی ځکه چی هغه په کما په حال اوډیربد شرایط ترسره کوی
دنړیوالی اداری دمنځنی ختیڅ دبخښنی څانګی څیړونکی په دی اړه وویل دغه کار ډیر ظالمانه دی چی ډاکټر عبدالله دکما په حال په بندکی پاتی وی
دنړیوالی د بخښنی اداری همدغه راز اعلان وکړ.چی په عربستان کی باید ډاکټر عبدالله اوټول نورسیاسی بندیان په بندیخانی کی پاتی نشی اوټول هغوکسانوچی یوازی دبشری حقوقودسولی ایزی فعالیت په تورنیول شول شوی دی باید بیله کوم قید وشرط ته خوشی شي .
دنړیوالی بخښنی اداری په دوام کی ویلی دی سعودی چارواکی باید سپین ژړی اوټول هغه کسان چی دروغتیا د بد شرایطوله امله ځورول کیږی اوهغه بندیان چی دکرونا وایرس داخته کیدوله خطرسره مخامخ دی همدا راز هغه کسان چی د محاکمی په انتظارکی دی بایدخوشی شئ
ډاکټر عبدالله چی دمهموبنیدیانوڅخه یوبند دی اودبشری حقوقوپه اړه فعالیت کوی په همدی دلیل په ۱۱ کال بند محکوم شوی دی
دویلو وړدی چی په عربستان کی دبندیانوپه منځ کی دښځودحقوقو په اړوند څو فعالی ښځی له هغی جملی څخه دلجین الهذلول په نوم هم په سترګوکیږی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي