برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۴ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان له سفر سره دپاکستان دخلکومخالفت

آریانانیوز: د پاکستان بیلابیلو ګوندونو او خلکو خپل هیواد ته د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان له سفر سره مخالفت کړی دی .


د پاکستان او د سعودی عربستان د اړیکو د ښه کولو لپاره اسلام اباد ته د عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د راتلونکی سفر په اړه د پاکستان د رسنیو له اعلان وروسته د اینټرنیټ استعمالونکو او دغه راز د سیاسی او د مذهبی ګوندونو مشرانو له دغه سفر سره خپل مخالفتونه کړی څرګند کړی او خپل دریځونه یې هم بیان کړی دی .
د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې د مجلس وحدت مسلمین د مشر مرستیال «علامه سید عبدالحسین الحسینی» د یمن د ملت او دسیمې د ملتونو په وړاندې د سعودی عربستان ورانونکو او غلیمانه سیاستونو ته په غبرګون کښې وویل دیمن دخلکو پرضد د ال سعود رژیم حملې د زرګونو ملکی خلکو د وژل کیدا او ددغه هیواد بیخ بنایانو ته د مادی تاوانونو د رسیدا سبب شوی دی .
الحسینی پاکستان ته د ترهګرۍ د ترټولو ستر ملاتړی سړی محمد بن سلمان له سفر سره د مخالفت په ترڅ کښې وویل پاکستان ته د محمد بن سلمان له سفر سره د مخالفتونو اصلی علت د ترکیې په استنبول کښې د سعودی عربستان په کنسولګرۍ کښې د نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی د وژلې مسله او په دغه جنایت کښې د محمد بن سلمان رول ګڼی .
ټاکل شوی ده چې د سعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د روان میلادی کال د فرورۍ په شپاړسمه(۱۶) نیټه پاکستان ته ورشی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي