برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د سعودي پاچا او وليعهد د خاشقجي زوی ته تعزيت؟

آریانانیوز: د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزيز او ولي عهد محمد بن سلمان د سعودي په قونسلګرۍ کې د وژل شوي خبريال جمال خاشقجي زوی سره ټيليفوني اړيکه نيولې او د هغه د پلار د وژل کېدو په اړه يې ورته تعزيت ویلی دی.


د سعودي رسمي خبري اژانس «واس» د شاهي ماڼۍ د مطبوعاتي مسؤولينو له قوله ليکلي، چې پاچا سلمان بن عبدالعزيز او زوی يې ولي عهد محمد بن سلمان د خاشقجي له زوی صلاح سره اړيکه نيولې ده او دواړو ورسره د هغه د پلار په وژل کېدو تعزيت کړی دی.
سعودي رسنۍ وايي، چې دواړو د خاشقجي له زوی سره د خبرو پر مهال خپله خواشيني او غمرازي ښکاره کړې.
د يادونه وړ ده، چې جمال خاشقجي د اکتوبر په دوهمه د ترکيې په استنبول ښار کې د سعودي قونسلګرۍ ته تللی و او د راپورونو له مخې په هماغه ورځ هلته د مختصصې وژونکې ډلې له لوري وژل شوی و، خو سعودي چارواکو يې له وژلو انکاري وو او بالاخره يې د اکتوبر په ۱۹مه ومنله، چې خاشقجي د سعودي قونسلګرۍ کې د فزيکي شخړې پر مهال وژل شوی او په دې اړه ولي عهد محمد سلمان ته د ملامتيا ګوتې نيول بې ځايه بللي دي.
د سعودي لویې څارنوالۍ او همدارنګه د بهرنيو چارو وزير عادل الجبیر د خاشقجي وژنه د استخباراتي چارواکو خپلسري عمليات بللي او هغه تورونه يې رد کړي، چې ګواکې خاشقجي د محمد بن سلمان په مستقيما امر وژل شوی دی.
ترکي او عربي رسنۍ د ترکي چارواکو له خولې وايي، د جنايي څېړنو مسؤولين دې پایلې ته رسېدلي، چې خاشقجي د اکتوبر په دوهمه د سعودي په قونسلګرۍ کې په عمدي توګه وژل شوی دی.
د سعودي د انکار سربېره هم امريکا، ترکيې او ګڼ شمېر نورو دولتونو د خاشقجي د قضيې په اړه د سعودي څېړنيز راپور درواغ بللی او غوښتنه يې کړې، چې سعودي دې په اړه رښتيني معلومات له نړيوالو سره شريک کړي.

شریک یي کړئ!