برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۱ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د سعودي قونسلګرۍ کې د خاشقجي د وژنې ويډيويي او غږيز اسناد لرو

آریانانیوز: د ترکيې چارواکي وايي، داسې ويډيويي او غږیز اسناد يې موندلي، چې سعودي خبريال جمال خاشقجي په استنبول کې د سعودي په قونسلګري کې وژل شوی دی.


جمال خاشقجي له هېواد څخه بهر اوسېده، واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته يې ليکل کول او د سعودي د وليعهد محمد بن سلمان ناقد ليکوال بلل کېده.
خاشقجي ترکيې کې يې و او غوښتل يې، چې خپلې سعودۍ مېرمنې ته د طلاق او نوې ترکۍ کوژدنې شوې مېرمنې سره د واده لپاره خپل اسناد د سعودي له قونسلګرۍ خلاص کړي، خو د روان اکتوبر په دويمه نېټه، چې په استنبول کې د سعودي قونسلګرۍ ته ولاړ، له هغه وخته يې د ژوند او مرګ درک نشته.
د ترکيې پلټونکو پوليسو ويلي، داسې ويډيويي او غږيز ريکارډونه يې موندلي، چې خاشقجي د سعودي په قونسلګرۍ کې وژل شوی او جسد يې چېرته غورځول شوی دی.
خو سعودي لا هم دغه تورونه ردوي او بې بنسټه يې بولي.
د سعودي د کورنيو شهزاده عبدالعزيز بن سعود ويلي، چې د خاشقجي د وژلو تور بې بنسټه او درواغ دی، خو لا هم سعودي ترکيې ته په دې اړه د خپل سپيناوي کوم دليل نه دی ورکړی.
تېره ورځ سعودي ترکيې ته يو پلاوی لېږلی او هلته به د خاشقجي د قضيې په اړه له ترکي چارواکو سره په ګډه څېړنې وکړي.
د ترکي ولسمشر رجب طیب اردوګان وياند ابراهيم کالين ويلي، چې د سعودي پلټونکی پلاوی ترکيې ته رسېدلی او له ترکي پوليسو سره به په ګډه د جمال خاشقجي د ورکېدو قضيه وڅېړي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ترکيې د امنيتي سرچينو په حواله ليکلي، داسې ويډيي او غږيز اسناد يې ترلاسه کړي، چې پر خاشقجي تشدد کيږي، د هغه غږونه اورېدل کيږي.
د نړيوالو چارو څارونکي وايي، که دا روښانه شي چې جمال خاشقجي د سعودي په قونسلګرۍ کې وژل شوی، له دې سره به د سعودي او ترکيې او همدارنګه د سعودي او امریکا اړيکې له خطر سره مخ شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي