برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۵ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د سعودي تېلو په صادراتو کې پنځوس سلنه کمښت

آریانانیوز: سعودي کې د تېلو پر دوو سترو چڼځايونو له توغنديزو بریدونو وروسته تېره ورځ د تېلو د صادراتو لړۍ بېرته پيل شوې، خو د تېلو په صادراتو کې په ورځنۍ کچه پنځوس سلنه کموالی راغلی دی
د سعودي عربستان د انرژۍ وزير شهزاده عبدالعزيز بن سلمان ويلي، د «خريص» او «بقيق» د تېلو پر چڼځايونو له بریدونو وروسته په ورځنۍ کچه د تېلو په صادراتو کې ۵۷ لکه بېرله کموالی راغلی، چې د سعودي د تېلو د ټولو صادراتو پنځوس سلنه برابروي
د چارواکو په وينا د دواړو چڼځايونو بشپړ فعالېدل څو اونۍ وخت ته اړتيا لري
د يمن حوثي ملېشې وايي، دا بریدونه دوی کړي، سعودي تر اوسه د برید پړه پر چا نه ده اچولې.
سعودي چارواکي وايي، له دغو بریدونو وروسته د تېلو په صادراتو کې په ورځنۍ کچه ۵۷ لکه بېرله کموالی راغلی، چې د ټولې نړۍ د تېلو شپږ سلنه برابروي
سعودي وايي، دا برید يوازې د سعودي پر تېلو نه دی شوی، بلکې په نړيواله کچه د تېلو په لېږد او امنيت برید شوی دی، خو دا يې نه دي ويلي، چې دا برید چا کړی دی
د رپوټونو له مخې د دغو بریدونو له امله د تېلو په نړيوال مارکيټ کې پنځه سلنه کموالی او په بيو کې ۱۹ سلنه زياتوالی راغلی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي