برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د سعودي ائتلاف یوه تورنادو جنګي الوتکه نسکوره کیدا

آریانانیوز: دعربی چینل دراپورپه اساس د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی السریع څرګنده کړه: دغه جنګي الوتکه له ځمکې نه په توغیدونکو او په ماډرن ټیکنالوجۍ په سنبالو توغندیو سره نسکوره شوې ده.
السریع په دې خبرې سره چې دغه جنګي الوتکه په الجوف ولایت کښې د غلیمانه ماموریت د ترسره کولو پر مهال په نښه شوې او نسکوره شوې ده، څرګنده کړه: د یمن اسمان د تیري ګرو پر مخ خلاص نه دی او دښمن باید د هر کار د ترسره کولو لپاره زر ځلې سوچ او حساب کتاب کوي.
تورنادو نومې جنګي الوتکه د بریتانیا، جرمني او ایټالیا هیوادونو ګډ محصول دی.
د یمن د پوځ او ولسي مبارزانو دفاعي قدرت د سعودي رژیم له خوا د دغه هیواد د هراړخیزې کلابندۍ باوجود ورځ په ورځ په زیاتیدو دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي