برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۳۰ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د خاشقجي د وژنې په اړه د سعودي څېړنيز راپور

آریانانیوز: سعودي عربستان له اتلس ورځو وروسته ومنلې، چې خبريال جمال خاشقجي په استنبول کې د سعودي قونسلګرۍ کې د فزيکي شخړې پر مهال وژل شوی او په دې اړه يې د استخباراتو يو شمېر چارواکي پړه بللي، خو د سعودي دغه څېړنيز راپور په نړيواله کچه درواغ بلل شوی دی.
المان يې له منلو انکار کړی، فرانسې مشکوک بللی، برتانيې ويلي، چې لا هم نورو څېړنو ته اړتيا لري او نورو اروپايي هېوادونو او بشري ټولنو د خاشقجي قضيه کې د بې پرې رڼو څېړنو غوښتنه کړې ده.
د المان لومړۍ وزيرې انګيلا ميرکل په دې اړه د سعودي سپيناوی يو مخيز رد کړی او زياته کړې يې ده، چې د خاشقجي له وژنې ښکاري، چې په نړۍ کې د بيان ازادي تر سختو ګواښونو او بريددونو لاندې ده.
د المان د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس ويلي، چې لا هم څېړنې پشپړې شوي نه دي او له سعودي يې غوښتي، چې د خاشقجي په قضيه کې نړيوالو ته هغه څه روښانه کړي، چې حقيق وي او اوسنی سپيناوی کمزوری او ناسم بللی دی.
د برتانيې غبرګون
د برتانيې د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې د خاشقجي له کورنۍ سره خپله خواخوږي ښودلې او زياتوي: «موږ د سعودي راپور څېړو او د راتلونکي ګام په اړه فکر کوو.»
د برتانيې د بهرنيو چارو وزير دا هم ويلي، چې د دې وحشي پېښې ټولو عاملينو سره بايد حساب کتاب وشي.
د فرانسې غبرګون
د فرانسې د بهرنيو چارو وزير جان ايف لورديان ويلي، چې د خاشقجي د وژل کېدو پخلی کول د حقيقت پر لور يو ګام دی او زياتوي، چې لا هم ګڼ شمېر پوښتنې د ځواب په تمه ده او ټينګار يې کړی، چې د ټولو پوښتنو ځواب ته جدي تمه لري.
د بلجيم د بهرنيو چارو وزير ديدي رايندرس هم له سعودي غوښتي، چې په دې اړه ټول حقايق روښانه کړي او د داسې پېښو د مخينوي لپاره جدي کار وکړي.
د هالنډ لومړي وزير مارک روته هم ويلي، چې دغه قضيه نورو څېړنو ته اړتيا لري او مسؤولين يې بايد په لنډ وخت کې محکمې ته وسپارل شي.
د ناروې د بهرنيو چارو وزير هم ټينګار کړی، چې د خاشقجي په قضيه کې بايد رښتينې څېړنې وشي او ټول حقايق نړيوالو ته روښانه شي.
اروپايي ټولنه
د اروپايي ټولنې د بهرنيو اړيکو مسؤولې فيدريکا موګيريني ويلي، چې د دې قضيې ټول اړخونه بايد جدي او بې پرې وڅېړل شي او له مسؤولينو سره يې حساب کتاب وشي.
همدارنګه ملګرو ملتونو، د عفوې نړيوال سازمان، يونسکو، د افريقا د خپلواکو خبريالانو ټولنې، د بې سرحده خبريالانو ډلې، همدرانګه په ترکيې کې د عرب خبريالانو ډلې او ګڼو نورو ډلو د خاشقجي وژنه غندلې او غوښتنه يې کړې، چې دغه قضيه بايد په نړيواله کچه وڅېړل شي او مسؤولين يې محاکمه شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي