برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۴ دی , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د حماس د غورځنګ غړی: د حماس غورځنګ غړی: د «۴۸» کال په اشغال شویو سیمو کې د فلسطینیانو ماتې له یو توهم پرته بل څه نه دي

آریانانیوز: د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر یوه غړي ویلي، که نیواکګر رژیم دا فکر کوي چې کولای شي د ۱۹۴۸ کال په اشغال شویو سیمو کې زموږ خلک له ماتې سره مخ کړي، دا یو خیال دی.


حسام بدران وویل: زمونږ خلک د ۱۹۴۸ کال د اشغال شویو سیمو اصلي مالکان او د فلسطین د ملت د آرمان خاوندان دي.

د شهاب خبری آژانس د خبر له مخې، د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر یوه غړی زیاته کړه: زموږ خلک د ۱۹۴۸ کال په اشغال شویو سیمو کې د فلسطین د ملت اصلي او نه بېلېدونکې برخه ده چې له اویا کلونو څخه زیات وخت یې د دغه نیواکګر رژیم پر وړاندې پرته له کوم ځند یا شک او له خپلو دریځونو څخه په شا کېدو مقاومت کړی دی.

بدران ټینګار وکړ: موږ د ۱۹۴۸ په اشغال شویو ځمکو کې د خپلو خلکو په ځواک او توان باور لرو چې مقاومت وکړي او د ننګونو په وړاندې ودریږي او خپل ملي هویت او هیواد پالنه په بیلابیلو لارو وساتي.

د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر یوه غړي وویل: د صهیونیسټ رژیم نوې افراطي کابینه چې یو شمیر قاتلان او ترهګر پکې شامل دي هیڅکله به ونه شي کولای چې د ۱۹۴۸ کال د مځکې دننه زمونږ د خلکو ارادې ګډوډې کړي. مقاومت تل له خپلو خلکو سره په هر ځای کې دی او ملاتړ یې کوي.

د بنیامین نتانیاهو په مشرۍ د صهیونیسټ رژیم د نوې سخت دریځې کابینې له رامینځته کیدو راهیسې ، د دې رژیم غړو په چټکۍ سره د فلسطینیانو او د هغوی د سپیڅلو ځایونو په وړاندې جنایتکارانه تدابیر او اقدامات پیل کړي دي او د دې کابینې د هڅو په لړ کې د فلسطیني بندیانو د اعدام د قانون په تصویبولو او په زندانونو کې د بندیانو پر ضد د سختو بندیزونو د لګولو او همدارنګه د ۱۹۴۸ کال د آزادو شویو بندیانو د تابعیت د لغوه کولو لپاره د هغوی هڅو ته په پام سره, د الاقصی په مبارک جومات کې دننه د هغوی برید او په دغه سپېڅلی ځای کې د اوسنی حاکم وضعیت د بدلولو هڅې او د نورو تروریستی پلانونو عملی کېدل له توقع څخه لرې نه دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي