برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۰ اردیبهشت , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

هنيه: زموږ د مشرانو وژنه اشغالګر رژیم ته امنیت نه راولي

آریانانیوز: د حماس د سیاسی دفتر مشر په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټی رژیم حملې خیانت وبللې او ټینګار یې وکړ چې د دغه غورځنګ د قوماندانانو شهادت به د نیواکګر رژیم د امنیت ضمانت ونه کړی.


د حماس د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه د دغه غورځنګ د قوماندانانو په شهادت سره د صهیونیسټ رژیم جنایت ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ: زموږ د مشرانو په غدارانه عملیاتو سره وژل به اشغالګر رژیم ته امنیت ور نه کړي.

د «المیادین» شبکې د ویب پاڼې د راپور له مخې، د حماس د سیاسي دفتر مشر ویلي، مقاومت یوازې د غدار دښمن په وړاندې د دردناک غبرګون ډول ټاکی او زیاته یې کړه: زموږ د مشرانو وژنه به نور مقاومت راولي؛ دښمن په خپلو اټکلونو کې تېروتنه وکړه او د خپل جرم سزا به ورکړل شي.

له هغه مخکې د حماس غورځنګ ویندوی حازم قاسم په یوه بیانیه کښې په دې باندې په تاکید سره چې د نیواکګر وروستی جنایت د ټول فلسطینی ملت په خلاف دی، د دغه جنایت او د هغې د خطرناکو عواقبو بشپړ مسئولیت یې د صهیونیسټ رژیم په غاړه واچاوه او د سختو پایلو په هکله یې خبرداری ورکړ.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي