برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۷ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د حج سياسي کولو په وجه له سعودي څخه نړيوال شکايت

آریانانیوز: دیو رپوټ له مخې په حرمينو شريفينو څارونکي نړيوال پلاوي په دغه ليک کشې د سعودي لخوا د حاجيانو د ديني حقوقو د خلاف ورزۍ له زياتېدو څخه د اندېښنې په څرګندولو سره وويل: رياض هم هغه شان د هغو مسلمانو عمره ادا کونکو چې د ټولو اداري مراحلو له تېرېدو وروسته سعودي ته داخل شوي دي نيولو او ستنولو ته دوام ورکوي او تر اوسه يې د مخالفې عقيدې د لرلو د هغوي له هېوادونو سره د سياسي اختلاف لرلو په وجه د مناسکو له ادا ولو منعې کړي دي.


دغه پلاوي همدارنګ د سعودي لخوا د قطري حج او عمره ادا کونکو د شتون لپاره د شرائطو اعلانول يو ډول سياسي قلنګ غوښتنه وبلله او د حج او عمرې د مناسکو له ادا کولو څخه د مخنيوي په وجه د سعودي لخوا قطري ښاريزو ته د رسېدليو زيانونو د تلافي کولو غوښتنه وکړه.
د سعودي د حج او عمرې وزارت د جون په مياشتې کښې د قطري عمره ادا کونکو لپاره د شرائطو په اړه يوه بيانيه جاري کړه چې د هغې له مخې يوازې هغه قطري حاجيان سږ کال عمره ادا کولې شي چې له دغه هېواده په بهر کښې وي او يوازې د ملک خالد هوائي ډګر له لارې جدې ته داخل شي.
د قطر د بشري حقوقو د ملي کمېټۍ مشر علي بن صميخ المري هم په دې اړه وويل، دوحې د حج د سياسي کولو په وجه له سعوديانو شکايت کړے دے د سعودي په خلاف فوري قانوني اقدامات وشي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي