برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د حاکمې کورنۍ غړي د ملک سلمان پر ضد د انقلاب غوښتنه وکړه

د سعودي د شاهي کورنۍ یوه غړي د خپلو اکاګانو او تربورانو څخه غوښتي چې د هیواد د ژغورلو په خاطر باید د ملک سلمان پر ضد پاڅون وکړي او هغه له واکه لیري کړي.


د شاهي کورنۍ دغه غړی چې خالد بن فرحان نومیږي، د کال ۲۰۱۳ راهیسي د سعودي څخه تښتېدلی او په جرمني کې يې پناه اخیستی ده.
نوموړی د ملک سلمان وروڼه احمد بن عبدالعزیز او امیر مقرن بن عبدالعزیز یاد کړي چې د شاهي کورنۍ ټوله غړي پر دوی را ټولیدای شي، که چیري دوی هڅه وکړي ۹۹ سلنه د شاهي کورنۍ غړي، پوځ او امنیتي ادارو مشران به ورسره ودریږي.
نوموړي د یوې برتانوی ورځپاڼي «میډل ایسټ آی» سره په مرکه کې ویلي چې د شاهي کورنۍ د دننه څخه داسي پيغامونه ورته رسیږي چې په دغه کورنۍ کې د ملک سلمان د سیاستونو پر ضد مخالفت ډېر دی، که هر څوک غږ پورته کړي، نور به ورسره ودریږي.
باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د ریاض په هغه سیمه کې د ډزو غږونه اوریدل شوي وه چیري چې د ملک سلمان د قصر تر څنګ د شاهي کورنۍ نور غړي اوسیږي.
ددغو ډزو علت د مستقلو سرچینو څخه په دقیقه توګه ونه شو خو د سعودي چارواکو وویل چې دولتي ځواکونو پر یوې کوچنۍ ډرون الوتکې ډزې وکړې او هغه یې را وغورځوه، خو د هغو ویډیوګانو له مخې چې پر ټولنیزو پاڼو خپرې شوي وې، د کارپوهانو شکونه را وپارېدل.
ددغې پيښې په اړه د شاهي کورنۍ غړي خالد وویل چې د سعودي چارواکو دغه حادثه پر کوچنۍ الوتکې تاوان کړه چې هیڅ یې عقل نه مني. او زیاته یې کړه چې دا په اصل کې د سلمان د زوی محمد پر ضد یو احتجاج و.
نوموړي اروپايي هیوادونو ته په خطاب کې وویل چې د سعودي په اړه دي چوپه خوله نه پاتې کیږي، ځکه چې هلته وضعیت چاودېدونکی دی، که هر وخت داسي وشوه، نه به یوازي سعودي او سیمه ییز هیوادونه متاثره کړي بلکې ټوله نړۍ به ولړزوي.
نوموړي وویل چې د سعودي ټولنه د قبایلو ، سیمو او نسلونو ده، که چیري د سعودي کورنۍ څخه دباندي پاڅون وشو، بیا به یې کنټرول سخت وي او سعودي به د نړیوالې ګډوډۍ او تروریزم یوه ساحه وګرځي.
خالد پر محمد بن سلمان تور پوري کړ چې د فساد پر ضد د مبارزې په نوم یې د شاهي کورنۍ د غټو شخصیتونو توهین وکړ، پر هغوی یې ظلم وکړ، هغوی یې لوټ کړل او اوس هم ورته د هیواد څخه د وتلو او یا هم په سعودي کې د ازاد ګرځېدو اجازه نه ورکوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي