برخه -څانګه : note, world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۰ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د امریکې او سعودي عربستان د ایټمي ملګرتیا

آریانانیوز: د ډونلډ ټرمپ حکومت په مینځني ختیځ کښې د ایټمي ټیکنالوجۍ د پراختیا په هکله دوه ډوله کړنلاره لري. په داسې حال کښې چې واشنګټن تل ایټمي وسلو ته د رسیدو لپاره د تهران د کوشش په پلمه د ایران له خوا د صلحه ایزې ایټمي ټیکنالوجۍ له لرلو سره مخالفت کړی خو د خپلو سیمه ایزو انډیوالانو په واک کښې د ایټمي ټیکنالوجۍ د ورکولو او پراخولو په هکله بیا مثبت کړچار لري.
په دې لړ کښې رپورټونه د امریکې او عربستان د ایټمي ملګرتیا د شروع کیدو بیانونکي دي. د رویټرز خبري آژانس د خبر له مخې د ټرمپ حکومت په پټه توګه امریکايي شرکتونو ته اجازه ورکړې چې له سعودي عربستان سره ایټمي ملګرتیا پیل کړي او د ایټمي سلاکوټ د جوړولو ټیکنالوجي د ریاض حکومت ته ورکړي.

د امریکې د انرجۍ وزیر ریک پِري په عربستان باندې له ایټمي انرجۍ سره د اړوندو ټیکنالوجیو د پلورلو او له دغه هیواد سره د ملګرتیا او مرستې لپاره امریکايي شرکتونو د شپږو محرمانه مجوزونو له ورکړې سره موافقه کړې ده. عربستان غواړي چې لږترلږه دوه ایټمي سلاکوټونه جوړ کړي او د ټرمپ حکومت سخت کوشش کوي چې د د روسیې او جنوبي کوریا په شان هیوادونو نه شاته پاتې نه شي او له عربستان سره ایټمي ملګرتیا په چټکتیا سره پیل کړي.
د امریکې د انرجۍ د وزیر د اختیاراتو له مخې به امریکايي شرکتونه اجازه ولري چې د هر ډول رسمي تړون له تړلو مخکښې په عربستان کښې په ایټمي فعالیتونو پورې اړوند ابتدايي کارونه بې د هیڅ ډول تجهیزاتو له منتقلولو شروع کړي. د انرجۍ په وزارت پورې اړوند د امریکې د ایټمي امنیت ملي ادارې ویلي، هغه ټول شرکتونه چې له عربستان سره یې د ایټمي ملګرتیا د اجازتنامې غوښتنه کړې، غوښتي یې دي چې د هغوي نوم او مجوز محرمانه او پټ وپاتې شي.
دا په داسې حال کښې دي چې د امریکې کانګریس له دې چارې ویریږي چې هسې نه سعودي عربستان ته د ایټمي ټیکنالوجۍ انتقال په مینځني ختیځ کښې د ایټةي وسلو د سیالۍ سبب شي. د امریکې کانګرس د روان ۲۰۱۹ کال د فرورۍ په ۱۹ نیټه په یو رپورټ کښې د امریکې د ملي امنیت د شورا د غړو د مخالفت باوجود، په سعودي عربستان باندې د حساسو ایټمي تجهیزاتو د خرڅولو لپاره د ټرمپ د جګ پوړو سلاکارانو او مرستیالانو د هلوځلو خبر ورکړ.
د امریکې د کانګریس د څارونکې کمیټې مشر اِلیجا کمینګز خبرداری ورکړی چې عربستان ته د ایټمي ټیکنالوجۍ منتقلول په مینځني ختیځ کښې د ایټمي وسلو د خوریدو او بې ثباتۍ سبب ګرځیدی شي. په دغه رپورټ کښې څرګنده شوه وه چې سعودي عربستان ته د امریکې د حساسې ایټمي ټیکنالوجۍ د منتقلولو په هکله د ټرمپ د حکومت د هلوځلو په تړاو جدي او دوه ګوندي اندیښنې موجودې دي. کارپوهانو اندیښنه ښودلې چې دا ټیکنالوجي دومره پرمختللې ده چې د ایټمي وسلې د جوړولو امکان هم برابروي.
داسې ښکاري چې د ټرمپ حکومت نیت لري همهغه طریقه چې ایټمي وسلو ته د اسرائیلو د رسیدو سبب شوې، د سعودي عربستان لپاره یې هم وکاروي.
اروپايي هیوادونو د امریکې په شنه څراغ سره د ایټمي وسلو د جوړولو او پراخولو ضروري مواد او تجهیزات صهیونیسټي رژیم ته ورکړي وو او واشنګټن هم د ایټم بم په جوړولو کښې د اسرائیلو ډیره ایټمي مرسته کړې ده، دغه رژیم نن سبا په خپلو ګودامونو کښې کابو دوه سوه ایټمي وسلې لري چې د مینځني ختیځ د هیوادونو د ویرولو او په دې سیمه کښې د ناامنۍ د پراختیا لپاره یې کاروي.
اوس سعودي رژیم هم هڅه کوي چې ایټمي ټیکنالوجۍ او تجهیزاتو ته په لاس موندلو سره په پټه توګه پوځي ایټمي پروګرام تعقیب کړي. د ډونلډ ټرمپ حکومت په عربستان باندې د بې دریغه او بې له محدودیته د وسلو په خرڅولو او اوس د بریښنا د تولید په پلمه د ایټمي سلاکوټونو د جوړولو له لارې په ایټمي ټیکنالوجۍ او تجهیزاتو د سعودي رژیم د سنبالولو په کوشش سره، د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د مقرراتو په شمول ټول نړیوال اصول تر پښو لاندې کړې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي