برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۱ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د اسرائيلو د جنګ وزير په سوريې په توغنده اي حملې اعتراف

دیو رپوټ له مخې د صهيونېسټ رژيم د جنګ وزير آوېګډور لېبر مېن له يديعوت آحارانوت ورځپاڼې سره په مرکه کښې د سوريې په ټي فور نومې هوائي ډګر باندې د نن سحر په توغنده اي حمله کښې د تل ابيب په لاس لرلو اشارتاً اعتراف سره وويل، اسرائيلي هوائي ځواکونه په سوريې کښې له عملياتو وروسته راستانه شول.



د روسيې د دفاع وزارت هم وويل: دوو اسرائيلي الوتکو نن سحر په وړومبنيو ساعتونو کښې د سوريې په حمص صوبه کښې په يو هوائي ډګر حمله وکړه.
د سوريې په حمص صوبه کښې ټي فور فوځي هوائي اډه نن سحر د توغنده اي حملې هدف وګرځېده چې پکې يو شمېر کسان مړۀ او ژوبل شول.
له دې مخکې هم صهيونېسټ رژيم له ترهه ګرو څخه د ملاتړ په چوکاټ کښې په سوريې کښې په څو ځايونو توغنده اي حملې کړې دي چې په يوه حمله کښې د صهيونېسټ رژيم يو اېف شپاړس جنګي الوتکه د سوريې د هوائي دفاعي ځواکونو لخوا هدف وګرځېده او راوغورزولې شوه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي