برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۳ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

بن سلمان اسرائيل پر غزې برید ته هڅولي

آریانانیوز: د منځني ختيځ د چارو څارونکې «ميډل ايسټ» برتانوي ويب پاڼې د سعودي د داخلي سرچينو له قوله ليکلي، ولي عهد محمد بن سلمان هڅه کړې، د اسرائيلو لومړی وزير بنيامين نتنياهو په غزه کې د حماس جهادي ډلې پر ضد جګړې ته وهڅوي، تر څو د جمال خاشقجي د وژنې له قضيې د خلکو فکر واوړي.
ميډل ايسټ ای د سعودي سرچينو له قوله ليکلي، سعودي هڅه کوي، چې استنبول ښار کې د سعودي په قونسلګري کې د سعودي خبريال جمال خاشقجي د وژل کېدو له امله پر سعودي د زياتېدونکو فشارونو مخه ونيسي، د سيمې او نړيوالو فکر بل لور ته واړوي.
په شاهي ماڼۍ کې د سعودي د بهرنيو چارو، دفاع وزارت او استخباراتو ډلې په شريکه ولي عهد ته راپور ورکوي، چې څه ډول له دې فشارونو ځان خلاص کړي. په دغو وړانديزونو ويل شوي، د امريکا، ترکيې او نورو دولتونو فکر اړولو لپاره بايد اسرائيل پر غزې برید وکړي او دې سره به د امریکا د ولسمشر ډونلد ټرمپ فکر هم د خپل سټراټييک دوست اسرائيلو ملاتړ ته وګرځي.
دغې برتانوي ورځپاڼې ليکلي، چې د شاهي ماڼۍ مشوروتي کميسيون بن سلمان ته مشوره ورکړې، چې له ترکيې سره د اړيکو رغولو او فشارونو څخه د سعودي خلاصون لپاره بايد د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان ته رشوت ورکړل شي، سعودي بايد ترکي وسلې وپېري او همدارنګه د سعودي پاچا او ولي عهد انقرې او د ترکيې ولسمشر رياض ته سفر وکړي.
ميډل ايسټ ای وايي، چې د العربيه ټلويزون مشر ترکي الدخيل، چې د وليعهد محمد بن سلمان نږدې سړی بلل کيږي، څو ورځې واندې په خپلې مقالې کې ليکلي و، که امريکا پر سعودي فشارونه زيات کړي، سعودي به په شمال لويديځ تبوک سيمه کې روسيې ته پوځي اډه ورکړي او د امریکا پر ځای به چين او روسيې ته مخه کړي.
د دغو څرګندونو او مشورو پر مهال له تېرې يوې مياشتې راهيسې په سعودي کې درې ځله د تېلو بيې لوړې شوې، کورنۍ چارې يې ټکنۍ دي او سعودي لا هم نه دی توانېدلی، چې د جمال خاشقجي د وژنې په قضيه کې يې فعاله او قانع کوونکې ډيپلوماسي وکاروي او خپل نظام د امریکا، ترکيې او نړۍ له فشارونو وژغوري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي