برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۴ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د آمریکا جنګ دیمن پرضدد ختمولو غوښتنه

خپلواکه سناتور،برنی سنډرز یو ځل بیا د آمریکې له کانګرسه وغوښتل،په یمن جنګ کښې د هیواد د ګډون خنډ شی.هغه په یمن جنګ کښې د آمریکا د لاسوهنې د ختمولو لپآره د کانګرس زیاتره ډیموکراټو استازو له لوری ترسره شویو هڅو ته په نغوتې سره وویل:کانګرس باید ډیره موده وړاندې خپل قانونی مسئولیت منلی وې او اولسمشر ته یې نه وې سپارلی.



څو اونۍ مخکښې د آمریکا په اولسی جرګې کښې داسې هڅې وشوې څو په یوه پریکړه لیک کښې په یمن جنګ کښې له عربستان سره خپلې پوځی اړیکې ودروی.د دغه پریکړه لیک د ملاتړو په اند،په یمن جنګ کښې د آمریکا د پوځ ګډون د کانګرس اجازه نه لری نو ځکه قانونی حیثیت نه لری.د جنګ د اختیاراتو د هغه قانون له مخې چې د ۱۹۷۰مې لسیزې په مینځنیو کښې تصویب شو،له پولو بهر په جنګ کښې ګډون د کانګرس مصوبې ته اړتیا لری او دولت دا اجازه نه لری په دغه قانون کښې تر ټاکلی موده زیاته آمریکائی پوځیان د جنګ جبهو ته ورټیل وهی.سره له دې په کابو تیرو ۴۵ کلونو کښې د آمریکا بیلابیلو حکومتونو د کانګرس له اجازې او د جنګ د اختیاراتو په قانون کښې د راغلیو شرطونو له پوره کولو پرته له خپلو پولو په ورهاخوا جنګونو کښې ګډون کړی دی.په دغو جنګونو کښې یو هم اوس په یمن کښې روان دی چې په ۲۰۱۵ کال کښې پر یمن د سعودی په پوځی یرغل سره پیل شو.په هغه مهال آمریکائی جارواکو ادعا وکړه چې په یمن کښې له القاعدې سره جنګیږی اوس چې د دغه جنګ درې کاله تیریږی،سپینه ماڼۍ له سعودیانو سره د استخباراتی ملګرتیاو ادعا مطرحوی،په داسې حال کښې روښانه شواهد د دې ښودنه کوی چې دغه ملګرتیاوې تر استخباراتی کچو ډیرې ورهاخوا تللی دی. د آمریکا حکومت دغه قانون ماتول د دې لامل شوی چې په مینځینی ختیځ کښې یوه بل جنګ ته د ناغوښتلی ګډون د مخ نیوی لپاره په کانګرس کښې اقدامات وکړل شی؛په تیره بیا دا چې د آمریکا اولسمشر ټرمپ په ځلونو پخوانی حکومتونه په دغې سیمې په بې نتیجې جنګونو د څو ټریلیونو ډالرو د لګولو په خاطر رټلی دی.
په عین حال کښې هغه دفاع وزیر چې په افغانستان او عراق جنګونو کښې د آمریکا د لاسوهنې نیوکه کونکی پاته شوی اوس یې له سعودیانو د ملاتړ په لړ کښې د یوشمیر سناتورانو له غوښتنې سره مخالفت کړی.د جیمز ماتیز لابۍ بالاخره د دې سبب شوی چې په یمن جنګ کښې له عربستانه د آمریکا د ملاتړ د ختمولو پریکړه لیک په مشرانو جرګې د تصویبیدا لپاره اړینې رای ترلاسه نه کړی او له ایجنډې وایستل شی.البته له واشنګټن سره د ریاض د ۴۵۰ میلیارډ ډالری تړونونو په شمول د سعودیانو پریمانه بخښنې د ماتیز او جنګ ملاتړو د لابیو په کامیابیدا کښې اغیزمنې پاته شوی.
په هرحال داسې نه ښکاری چې د یمن د خلکو له وژلو د آمریکا د ملاتړونو او د اولسمشر ټرمپ د جنګی اختیاراتو پر سر په واشنګټن کښې راولاړې شوی لانجې ختمې شوی وی.سناتور برنی سنډرز په دې هکله وائی:په یمن کښې د نړۍ د یوه خورا ستر کړکیچ کتونکی یوو؛په میلیونونو کسان په کاختی پر وبا ناروغۍ اخته شوی او ککړې اوبه څښی.
د داسې انسانی غمیزې په وړاندې چوپتیا حتی د آمریکا په کانګرس کښې به هم له تمې لرې نه وی ان که دغه اعتراضونه د آمریکا حکومت پر کړچار اغیز هم ونه کړی.

شریک یي کړئ!