برخه -څانګه : accidents, world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دعربستان د باچا ماڼۍ ته نږدې چاودنې او ډزې

دیورپوټ په اساس ځینو خبری سرچینو بیګا دیوشمیر ویډیوګانو په خپرولو سره په ریاض کښې د سعودی عربستان د باچا ماڼۍ ته نږدې د بم چاودنو او د ډزو د اوریدا خبر ورکړ .



ویل کیږی چې د سعودی عربستان باچا محمد بن عبدالعزیز او دهغه زوی ولی عهد محمد بن سلمان د پیښې له ځایه تښتیدلی دی او «العوجا »ماڼۍ ته نږدې سیمه امنیتی ځواکونو کلابنده کړی ده .
ځینې خبرونه د ریاض په خوا کښې یوې(۱) پوځی اډې ته چې دامریکا دعسکرو نیغ په نیغه څارنې لاندې ده دسعودی عربستان دباچا او دهغه دزوی د انتقالولو ښودنه کوی .
ځینې خبری سرچینې هم په سعودی عربستان کښې د کودتا داحتمال خبر ورکوی .
دسعودی عربستان یوه (۱)شاهزاده چې غوښتل نوم یې خپور نشی له «فهد نیوز »سایټ سره په مرکه کښې وویل دبیګا شپې پیښې کودتا ته ورته یو شی دی او د سعودی عربستان ولی عهد محمد بن سلمان په پریکنده توګه حقیقت پټوی .
دمصر یوه خبریال هم وویل د سعودی عربستان د ولی عهد محمد بن سلمان ملاتړی وایی چې په ریاض کښې هیڅ ډول نښته نشته خو په اینټرنیټ خپرې شوی ویډیوګاڼې ټول په پلازمینې ریاض کښې د سختو ډزو د رامینځته کیدا ښودنه کوی .
د ریاض پولیسو له څو ساعته چپتیا غوره کولو وروسته ادعا وکړه په پلازمینې کښې ډزې د بادشاه د ماڼۍ په خوا کښې د یوې بې پایلوټه الوتکې د الوت په وجه وې .
د سعودی عربستان په پلازمینې ریاض کښې ټول هوایی ډګرونه د الوتکو پرمخ تړل شوی دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي