برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۵ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دسعودی عربستان په پلازمینې کښې ډزې

آریانانیوز: د سعودی عربستان دکورنیو چارو د وزارت ویاند پلازمینې ریاض ته نږدې په «البکیریه»، ښار کښې له یوه سړی سره د امنیتی ځواکونو دډزو د تبادلې خبر ورکړ.


د سعودی عربستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نن سهار وختی وویل امنیتی ځواکونو هغه سړی چې په ځان پورې یې څه شی تړلی وو چې داسې ښکاریده چاودیدونکی مواد دی په البکیریه ښار کښې په ډزو ژوبل کړ .
د اینټرنیټ استعمالونکو دنوموړی کس چې دسعودی عربستان عسکرو په ډزو ژوبل کړی دی یو(۱) فیلم خپور کړی دی چې هغه د داعش د ترهګرې ډلې دمشر ابوبکر بغدادی پلویتوب اعلانوی .
سعودی عربستان د محمد بن سلمان د ولی عهدۍ په پړاو کښې له کړکیچن حالت سره مخ دی او کله نه کله ددغه هیواد په بیلابیلو سیمو کښې نښتې کیږی .
د روان میلادی کال په اپریل میاشت کښې هم په ریاض کښې د باچا سلمان د ماڼۍ په خوا کښې ډزې شوی وی او له کبله یې اته (۸)کسان وژل شوی او حتی ویل شوی وو چې ولی عهد محمد بن سلمان په دغو ډزو کښې ژوبل شوی وو
سعودی عربستان له امریکا او انګلستان سره یوځاې په ټوله دنیا کښې دترهګرو ډلو اصلی جوړونکی ، مالی او وسله وال مرسته کونکی دیکتاتور رژیم دی .
سعودی عربستان دغه راز دانګلستان او دامریکا په مرستې سره له تیرو څو لسیزو راهسې په ټوله دنیا کښې د پیسو په مټ وهابیت ته هم ډیره پراختیا ورکړی ده .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي