برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دبریتانیې، جرمني او فرانسې د خاشقجي د قتل په غندنه کښې ګډه بیانیه

آریانانیوز: د فرانسې خارجه وزیر ژان ایو لودریان، د بریتانيې خارجه وزیر جرِمي هَنټ او د جرمني خارجه وزیر هایکو ماس په دغه خبرپاڼه کښې وویل: هیڅ څیز د منتقد جنرلسټ جمال خاشقجي وژله نه شي توجیه کولې.


په دې خبرپاڼه کښې څرګنده شوې ده: د خبریالانو ګواښل، پرې حمله کول او وژل په هیڅ ډول حالاتو کښې د منلو وړ نه دي او د بریتاینې، فرانسې او جرمني په شان دریو اروپايي هیوادونو لپاره ډیر د اندیښنې وړ دي.
د یادو دریو هیوادونو خارجه وزیرانو د خاشقجي د قتل د څرنګوالي په هکله د عربستان د توجیهاتو په ردولو سره ټینګار وکړ: په دې اړه خبره سپینیدل چې دقیقاً څه پيښ شوي دي، فوري اړتیا ده.
په عین حال کښې د جرمني د صدراعظمې آنګلا مرکل په شمول ډیرو چارواکو په شخړه کښې د جمال خاشقجي د وژل کیدو ادعا دروغ او بې بنیاده کیسه وبلله.
هغې وویل: ترڅو چې د دې وژلې شکونه نه وي ختم شوي، تر هغې جرمني په عربستان باندې د وسلو خرڅون بندوي.
بیلجیم هم د جمال خاشقجي د وژلې په وجه عربستان ته د خپلو وسلو صادرات وځنډول.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array