برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۶ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جمال خاشقجي ښايي د سعودي قونسلګرۍ کې شکنجو وژلی وي

آریانانیوز: د ترکيې پوليس وايي، په اسنتبول کې د سعودي قونسلګرۍ خبريال او کارپوه جمال خاشقجي له نيول کېدو وروسته تعذیب کړی او شونې ده، چې د شکنجو له امله وژل شوی وي، خو سعودي چارواکي او د قونسلګرۍ مسوولين لا هم ټينګار کوي، چې خاشقجي قونسلګرۍ کې له لږ ساعت تېرولو ورسته بېرته وتلی دی او دوی يې په اړه ناخبري ښيي.
رويټرز خبري اژانس د دوو ترکي امنيتي سرچينو په حواله ليکلي، پوليس په دې باور دي، چې خاشقجي استنبول کې د سعودي قونسلګرۍ ته تللی و، له هماغه وخته ورک دی.
يوې سرچينې ويلي: «موږ په دې باور يو، چې خاشقجي وژل شوی او جسد يې له قونسلرګۍ په پټه توګه لرې غورځول شوی دی.»
فرانس پريس خبري اژانس د ترکيې د يوې بلې سرچينې په حواله ليکلي: «جمال خاشقجي استنبول کې د سعودي قونسلګرۍ ته له تلو وروسته هلته نيول شوی، د هغه د تعذيب لپاره له سعودي ځانګړې ډله راغلې، هغه يې هلته وژلی او ياده وژونکې ډله بېرته په همدې ورځ سعودي ته تللې ده»
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم په دې اړه د دوی باوري پلټونکو سرچينو له خولې ليکلي، چې د خاشقجي د ترور لپاره پنځلس کسيز پلاوی له سعودي ورغلی او زياتوي، که دا پېښه رښتيا شي، نو سعودي به دا کار د سياسي مخالفينو د خولې بندولو لپاره يو ګام وبولي.
«ميډل ايسټ ای» ويب پاڼې ليکلي، چې سعودي خبريال جمال خاشقجي لومړی شکنجه شوی، له وژل کېدو وروسته ټوټه ټوټه شوی دی. دغه راپور نورو رسنيزو شبکو هم تاييد کړی دی.
نيويارک ټايمز ورځپاڼې هم په ترکيه کې «د عربي خبريالانو کور» د مشر توران کشلاکجي له خولې ليکلي، ترکي چارواکي په دې باور دي، چې خاشقي د سعودي قونسلګرۍ کې وژل شوی او جسد يې خراب شوی دی.
الجزيرې ټلويزون د اکاډيميک شخصيت محمد مختار شنقيطي له خولې ليکلي: ترکي چارواکي په دې باور دي، چې سعودي استخباراتو او نورو دولتونو په ګډه د خاشقجي د قتل پلان جوړ کړی و او زياته کړې يې ده، چې په راتلونکو دوو ورځو کې به په دې اړه بشپړ جزيات خپاره کړي.
نړيوال غبرګون:
د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، په دې اړه دوی څېړنه کوي او له څېړنو وروسته به خپل دريځ اعلان کړي. د امريکا د مشرانو جرګې غړي کريس مورفي په خپل ټويټر پيغام کې ويلي: «که دا خبر رښتيا وي، چې سعوديانو امريکايي تبع خپلې قونسلګرۍ ته ورغوښتی او هلته يې وژلی، نو دې سره به زموږ او سعودي اړيکې خرابې شي.»
د ژورناليسانو بې پولې ټولنې ويلي، که د خاشقجي د وژل کېدو پېښه رښتيا شي، دا به د روژناليزم پر ازادۍ خونړی بريد وي.
د سعودي غبرګون:
د سعودي وليعهد محمد بن سلمان امريکايي رسنيو ته ويلي، چې جمال خاشقجي استنبول کې د سعودي قونسلګرۍ کې له څو دقيقو او يا يو ساعت وروسته وتلی او په دې اړه يې ترکيې ته وړانديز کړی، چې هر اړخيزه پلټنې وکړي، خو د ترکيې د واکمن عدالت او پرمختګ ګوند سلاکار ياسين اقطای د محمد بن سلمان څرګندونې غیر قانع کوونکې بللي او زياته کړې يې ده، چې سعودي بايد دوی ته په دې اړه قانع کوونکی سپناوی وکړي.
ترکي رسنۍ وايي، چې ولسمشر رجب طيب اردوګان به نن ولس ته وينا وکړي او شونې ده، چې د خاشقجي د وژل کېدو پېښې په اړه هم خبرې وکړي.
تر دې وړاندې د عدالت او پرمختګ ګوند وياند عمر جليک ويلي، چې د سعودي خبريال د ژوند او مرګ په اړه پلټنې روانې دي، د ترکيې حکومت په دې اړه څېړنې کوي او وروستۍ پایلې به يې د رسنيو له لارې نړيوالو سره شريکې شي.
د قونسلګرۍ غبرګون:
په استنبول کې د سعودي قونسل محمد العتيبي رويټرز خبري اژانس ته ويلي: «سعودي تبع جمال په قونسلګرۍاو سعودي کې نشته، موږ د هغه په اړه پلټنه کوو او د پېښې په اړه اندېښمن يو.»
په استنبول کې د سعودي قونسلګري دوه دروازې لري او سعودي ډيپلوماتان وايي، چې شونې ده، چې خاشقجي له يوې دروازې وتلی وي، خو په دواړو دوازو کې د لګيدلو څارونکو کامرو په ريکارډ کې د هغه په اړه څه نشته او يا يې هم د قونسلګرۍ مسوولين نه خپروي.

شریک یي کړئ!