برخه -څانګه : security, world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۷ مرداد , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

یمني چارواکي: ملګري ملتونه د یمن د جګړې په اړه بی طرفه نه دي

د یمن د ملي نجات وزیر ملګري ملتونه د سعودي ائتلاف د جنایتونو په پټولو تورن کړل.


د یمن د ملي نجات وزیر عبدالعزیز بکیر وویل: هغه مسله چې موږ په یمن باندې د حملې له پیل راهیسې ورسره لاس او ګریوان  یو، د ملګرو ملتونو د بې پرېتوب نشتوالی دی.

ملګري ملتونه د تیریګر سعودی ائتلاف د جنایتونو په پټولو او د محاصرې په دوام سره د یمن د خلکو په مشکلاتو کښې ملګری دی.

د المسیره شبکې د راپور له مخې هغه زیاته کړه: د ملګرو ملتو خاص استازی امنیت شورا ته په خپل وروستی راپور کښې د یمن د خلکو د ستونزو له ریښې څخه یعنی د تیریګر ائتلاف له خوا د دې هیواد د شتمنیو او منابعو لوټ او تالان کول او د دولتي کارمندانو د معاشونو د قطع کولو اقدام سترګې پټې کړې.

د شیکاګو په پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو پروفیسور او د جارحانه ریالیزم مشر جان میرشایمر ​​چې نن ورځ په نړۍ کې ستر ستراتیژیک پوه بلل کیږي، په دې باور دی چې نړیوال سازمانونه او بنسټونه د سترو قدرتونو په لاس کې دي او دوی دا بنسټونه چلوي او د خپلو غوښتنو د ترلاسه کولو لپاره یې د یوې وسیلې په توګه کاروي.

په یمن د سعودی رژیم د تیریو له پیل راهسې امریکا چې په نړۍ کښې د ترهه ګرۍ ترټولو ستر ملاتړی دی د سعودی عربستان پرضد د هرډول فیصلې مخه نیولې ده، همدا راز د امریکا ولسمشرانو له بارک اوباما څخه تر ټرمپ او بایډن پورې د هغوی له شعارونو سره سره د یمن د خلکو د وژلو لپاره د سعودي رژیم ته یرغلیزې وسلې استولې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي