برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۶ اسد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

عربستان د ملګروملتونو په تور فهرست کی

آریانانیوز: ملګروملتونو سرمنشی انتونیو ګوتریش بیګا امنیت شورا ته په یوه راپور کښې د سعودی عربستان تیریګر ائتلاف د ماشومانو د حقوقود خلاف ورزۍ کونکو په تور فهرست کښې پریښود.



هغه وویل د سعودی عربستان تیریګر ائتلاف دیمن په جنګ کښې تراوسه اوه سوه نهویشت ماشومان وژلی دی .
د ملګروملتونو سرمنشی انتونیو ګوتریش وویل په تیر میلادی کال کښې دسعودی عربستان دائتلاف په حملو کښې دیمن شپږ سوه نهه اتیاښار مړه یا ژوبل شوی دی .
ګوتریش په ۲۰۱۷ میلادی کال کښې هم د سعودی عربستان ائتلاف دیمن دکابو ۶۸۳ ښاریزو د وژلو او په لسګونو ښوونځیو د بریدونو په دلیل د ماشومانو د حقوقو د خلاف ورزۍ کونکو په تور فهرست کښې ورزیات کړ.

شریک یي کړئ!