برخه -څانګه : afghanistan, economic, note -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

چابهار بندر د سیمې د هیوادونو ترمینځ د څو اړخیزه ملګرتیا ډګر

آریانانیوز: د اقتصادی ملګرتیاو په ډګر کښې دایران دڅنګ ته کولو لپاره د امریکا له هڅو سره سره د نړۍ ډیر هیوادونه په ایران کښې له پانګونې سره دلچسپی لری.


په همدې لړ کښې د ایران د هند او د افغانستان چارواکو د ایران په جنوب ختیځ کښې د چابهار بندر د پراختیا په هدف سره دملګرتیا موافقه لاسلیک کړه .
دغه موافقه پرون په تهران کښې دایران د سمندر او بندرونو د ادارې مشر محمد راستاد ، د هند دبهرنیو چارو د وزیر قائمقام تیرو مورټی (Tiro Mortey) او د افغانستان د ټرانسپورټ د وزارت د اداری او د مالی چارو مرستیال امام الدین وریماچ لاسلیک کړ .
دایران چابهار بندر ته د ملتونو دملګرتیا د دروازې نوم ورکړل شوی دی .
د چابهار بندر پراختیا نه یوازې د ایران ، د هند او د افغانستان بلکې د روسیې او د ګرجستان په شمول دنورو هیوادونو او سیمو لپاره هم زیاتې اقتصادی ګټې لرلی دی .
دایران د هند او د افغانستان د ټرانسپورټ ټرانزیټی موافقه دوه(۲) کاله مخکې د ایران او دافغانستان د ولسمشرانو او دهند دلومړی وزیر په شتون سره لاسلیک شوه .
د دغه موافقې په چوکاټ کښې د هند څو زره ټن غنم چې په څو کشتیو کښې بار وو د چابهار بندر له لارې په تیرو څو میاشتو کښې افغانستان ته ټرانزیټ شول او تر راتلونکو څوارلسو ورځو پورې به د هند شرکت دایران د چابهار بندر چلوکول پیل کړی .
د نړیوالو او د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز د ایران دچابهار بندر په لومړی(۱) فاز کښې د دوو(۲) پلیټ فارمونو د جوړولو او د اداره کولو لپاره د هند پانګونې ته په اشارې سره ددغه بندر د راتلونکی په اړه لیکی چابهار به د هند ، دایران او دافغانستان ترمینځ د ټرانسپورټ په یوه مهم کوریډور بدل شی چې ددغو دریو۳) هیوادونو د مسافرانو او دشیانو لپاره د ځمکې او د سمندر په شمول د څو ګوڼه ستر ټرانسپورټ چینل په زړه کښې ځاې مومی .
چابهار بندر دافغانستان سرحد ته نږدې د ایران له میلک سرحدی کلی سره نهه سوه پنځوس()۹۵۰کلومیټره او د هندوستان د بمبۍ له بندر سره اوه سوه اته شپیته (۷۶۸)میله یعنی څوارلس سوه شل (۱۴۲۰)کلومیټره سمندری واټن لری .
چابهار بندر دغه راز د جنوبی اسیا د کوریډور په لاره کښې پروت دی چې له هند او دایران له میرجاوه ښار تیریږی او جنوب ختیځ اسیا له اروپا سره ګنډی .
هند د خدماتو او دشیانو یو ترټولو مهم صادرونکی هیواد دی او چابهار بندر ترکمنستان، افغانستان ، ازبکستان ، قزاقستان ، اذربایجان جمهوریت ، ارمنستان ، ګرجستان او روسیې ته د هند د ورننوتلو د دروازې په توګه رول لوبولی شی .
دایران په جنوب ختیځ کښې د چابهار بندر ستراتیژیک مواقعیت هندوستان دایران د بندری او دسمندری ټرانسپورټ په برخه کښې پانګونې ته له مخکې څخه زیات هڅولی دی او دغه چاره ددې ښودنه کوی چې په چابهار بندر کښې پانګونې ته د هند کتنه ستراتیژیکه ده .
له نوی ډیلی چاپیدونکی ورځپاڼې هندو(Hindu) په دې اړه لیکی دایران پرضد د امریکا له سختو دریځونو سره سره نوی ډیلی به دچابهار بندر په پراخولو کښې له خپلې ژمنې تیر نشی .
د هندوستان د اقتصادی او دسیاسی چارو کارپیژاند «ادیتی بهادوری »هم په دې اړه وایی د چابهار بندر په پراختیا کښې له ګډونه د هند اصلی هدف له کوم دریم(۳) هیواد څخه تیریدا پرته له افغانستان سره د یوې(۱) تجارتی لارې برابرول دی .
هغه وایی د چابهار بندر دانحصاری ځانګړتیاو په نظر کښې نیولو سره دغه بندر دیوې(۱)ستراتیژیکې سیمې په توګه چې دایران او د هند ترمینځ د تجارتی اړیکو په پراختیا کښې به مهم رول ولری خپل رول لوبوی .
هندوستان د امریکا له دباونو سره سره او په داسې وخت کښې چې دایران پرضد دامریکا د یواړخیزه بایکاټونو ددوهم (۲)پړاو پیلیدا ته له دریو(۳) اونیو څخه کم وخت پاتی دی هند په چابهار بندر کښې دملګرتیا د موافقې په لاسلیک کیدا سره امریکا ته دغه پیغام ورکړ چې هند له ایران سره د تجارتی ملګرتیاو له زیاتولو سره زیاته دلچسپی لری .

شریک یي کړئ!