برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۸ اسفند , ۱۳۹۶ لنډ لینک :

ولي تاسي دیني تجدد نه منئ؟ – د ملحدینو د سوال ځواب

لومړی به تجدد و پیژنو:
یعني نوی کول، په اصولو کي بدلون راوستل، اصلاح کول، پر نیمګړتیاوو له سره غور کول.
داچي اسلام یو الهي دین دی، او د یوه خالق او مالک له لورې د انسانانو د نېکمرغۍ، خوشحالۍ او سوکالۍ په موخه و اخري پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته ورکړل سویدی، له همدې کبله په دې الهي کلام کي د اصلاح سوال نسته، نه نیمګړتیاوې پکښې سته او نه هم کوم داسي څه پکښې دي چي د بشریت لپاره دي، دنیوي یا اخروي نقصان وي، برعکس اسلام د ژوند یوه بشپړ تګلاره او ضابطه ده، اسلام د تعمیر انسانیت سمبول دی، اسلام د ټوله بشریت د ټولو مشکلاتو حل دی، اسلام د پرمختګ او سوکالۍ دین دی، اسلام د بشریت لپاره ښه قوانین او احکام لري، تاسی و ګوري په ټوله نړۍ کي ښځې تر نارینه وو زیاتي دي، په هیڅ مفکورې او قانون کي ددې درملنه نسته، خو اسلام یې د حل لاره ده، په ټوله نړۍ کي نشه مخ په وده ده، چي په لکونو انسانان ددې لعنت له کبله خپل ژوند دلاسه ورکوي، اسلام یې حل دی، تر ۸۰٪ انسانان زیات روحي تسکین نلري، خو اسلام یې حل دی او داسي نور…
اسلامي قوانین داسي قوانین نه دي ، لکه د انسانانو د ناقصو عقلونو محصول چي یوه ورځ سم وي او بله ورځ و تجدید ته اړتیا لري، تاسي و ګوري چي د افلاطون نظریات تر نیمايي زیات اوس رد سویدي، دا ولي؟ ځکه چي دا د یوه انسان په لاس لیکل سوي قوانین وه، یو وخت درسته وه خو اوس ناقص دي، د بطلیموس، جالینوس، سقراط او بقراط طبي قوانین یو وخت په نړۍ کي درسېدل خو اوس هغه ټول ناقص سول، دا ځکه چي هغه د ضعیفه انسان د فکر او عقل محصول وه.
اسلامي قوانین او احکام به تر قیامته پوري ثابت وي او ثابت دي، په دې کي هیڅ تغیر او تبدیل نه راځي، که چیري تاسي و الهي قوانینو ته د بشري قوانینو په سترګه ګورئ ، دا ستاسو کمزوري او ناپوهي ده، تاسي باید الهي کلام او بشري کلام سره بېل کړی.
قرآنکریم ولي الهي کلام دی؟؟؟
۱: د قرآنکریم د نزول ۱۴۰۰ کاله کیږي، تر اوسه ددې کتاب په شان په ټوله نړۍ کي هیڅ یوه انسان داسي کتاب نه دی وړاندی کړی، چي ددې مقابله وکړي، حتی ددې کتاب د یوه سورت او ایات په شان هم نسي کولای چي یو څوک یې وړاندي کړي، نو ځکه دغه کتاب الهي کتاب دی.
۲: په قرآنکریم کي وړاند وینې سویدي، لکه د مکې فتح، د رومیانو او فارسیانو تر منځ جګړه او کامیابي، او داسي نور… یوه وړاند وینه نه ده غلطه سوې، خو بشر داسي وړاند وینه نسي کولای چي ۱۰۰٪ دي رښتنې سي، نو ځکه قرآنکریم الهی کلام دی او بشري کلام نه دی.
۳: په قرآنکریم کي ساینسي حقایق زښته ډیر دي، چي تر ۷۰۰ زیات ایاتونه د ساینس په هکله دي، زه به یوه بېلګه درته وړاندي کړم: جنین پوهنه (Embryology)سل کاله مخکي نه وه، خو په قرآنکریم کي ۱۴۰۰ کاله مخکي ورباندي پوره رڼا اچول سوې ده، همدارنګه په قرآنکریم کي بیولوژي(Biology)، جیولوژي(Geology)، سمندر پوهنه(Oceanology)، کیمیا(Chemistry)، فریک(Physics) او نور په زرهاوو علوم شته، چي دا پردې دلالت کي چي دغه الهي کلام دی او بشري کلام نه دی.
۴: تاسي وګورئ کله چي په نړیواله توګه سره په ساینس کي یوه څېړنه وسي، یو کال وروسته هغه بیرته منسوخه سی اونوې څېړنې پیل سي، خو په قرآنکریم کي هیڅ داسي اصول ، قوانین او ساینسي حقایق نسته چي بشر دي رد کړي وي، صرف هغه کسان چي تعصب کوي او تعصب لري هغوی کوښښ کوي چي په قرآنکریم کي ټکرونه پیدا کړي، خو هیڅ داسي شواهد نسته ، اخر دغه متعصبین خپله په ایمان مشرفه سي،نو ځکه موږ ویلای سو چي قرآنکریم الهي کلام دی او بشري کلام نه دی.
او داسي نور په زرهاوو توپیر د الهي کلام او د انساني کلام تر منځ شته.
له همدې کبله اسلام د تجدد ته نه اړتیا لري، او تجدد پکښې کېدلای سي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي