برخه -څانګه : fun, world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۹ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په اسلام کې د ماشومانو حقونه

آریانانیوز: اسلامي کورنۍ د مسلمانې ټولنې لپاره د تخم په څیر ده، ماشومان د ټولنې د هغه اخلاقو او مبادی انعکاس کوي، چې دوی ورباندې روزل شوي دي.



نشرونکی: عبدالصمد ګوهر برخه: ټولنیزه برخه نوومبر 7, 2018
اسلامي کورنۍ د مسلمانې ټولنې لپاره د تخم په څیر ده، ماشومان د ټولنې د هغه اخلاقو او مبادی انعکاس کوي، چې دوی ورباندې روزل شوي دي. اسلام هغه څه ته لومړیتوب ورکوي، چې په هغوی کې د ټول انسانيت د حقوقو رعايت شوی وي، ولې به داسې نه وي؟ ځکه چې اسلام په ټول بشریت باندې د ستر رحیم د بې مثله رحمت بې نظير منهج دی.
په اسلام کې د ماشومانو د حقوقو یوه ستره برخه شتون لري، چې باید دوی ته ورکړل شي، په دغه لیکنه کې به موږ د دغه حقوقو څخه ځينې هغه ذکر کړو، چې د بشریت لارښود تاکیدا ذکر کړي دي.
د ميرمنې خوښول:
اسلام د دې لپاره د ميرمنې د خوښولو حق ورکړی دی تر څو ټولنې ته نیکه مور وړاندې شي، دا ډول اسلام د نیک خاوند د خوښولو اختیار ورکړی دی تر څو جامعي ته یو ښه پلار وړاندې شي.
اسلام تر ټولو ډیر په دې تاکید کړي، چې هر پلار او مور باید خپلو بچیانو ته د واده د تړون لپاره نیک خلق خوښ کړي، دا ځکه چې له همدې ځای نه د کورنۍ جوړیدل پيليږي، د دغه تړون له امله نوي انسانان منځ ته راځي، بیا به دغه کورنۍ خپلو بچیانو ته روزنه ورکوي او داسې کسان به روزي، چې د الهي منهج منونکي وي، د ټولنې په اوږو بار نه وي؛ نو د دغه ستر مسئولیت لپاره لازمي ده چې مور او پلار دواړه نیک خلق وي.
د پورته دروند مسئولیت او تړون د ښه انجام په پار د بشریت لارښود محمد رسول الله فرمايي: ” تاسې د خپلو ابو لپاره سمه ټاکنه وکړئ؛ ځکه ښځې داسې بچیان زيږوي، چې یا خو د هغوی ورورڼو او یا یې خويندو ته ورته وي”. دا ډول بل ځای توصيه کوي، “د چا چې اخلاق او دین سم وي هغوی سره د نکاح عقد وکوئ”.
په اسلام کې د ښځې په اړوند تر ټولو زیات تاکید په دې شوی دی او دېته لومړیتوب ورکړل شوی دی، چې هغه باید دینداره وي، داسې نه چې هغه ښکلا ولري او یا مالداره وي او دينداري ونه لري؛ دا ځکه اسلام لومړیتوب دین ته ورکوي، چې په راتلونکي کې د مور په خیټه کې جنین ته کوم زیان ونه رسیږي او په دې اړوند د حدیثو په ذخیره کې کافي مواد شته.
د مور په خیټه کې:
اسلام ماشوم ته په هغه وخت کې هم حق ورکړی دی، چې هغه د مور په خیټه کې وي. له همدې امله اسلام په قصدي توګه د جنین له منځه وړل حرام ګرځولي دي، دا شان اسلام په هغه مور چې په خیټه بچي ولري هیڅکله هم د اعدام حکم نه کوي تر څو چې یې د حمل وخت پوره کړی نه وي او بچي یې زیږولی نه وي او دغه بچي تر هغه وخت پورې چې اسلام ورته ټاکلی ده خپل حق شوده رودلې نه وي.
د ښکلي نوم انتخاب:
اسلام ماشوم ته حق ورکړی دی، چې باید مورـ پلار ورباندې ښکلی نوم کیږدي، داسې نوم نه وي چې هغه بد وي او د دغه نوم څښتن د خلکو په منځ کې د خانده وړ ګرځي؛ ځکه چې په دې سره ماشوم په ټولنه کې د کمترۍ د احساس ښکیل کیږي او ماشوم په یو ډول د ټولنې د اوږو بار جوړیږي او د خپلو والدینو په اړه هم د منفي فکر ښکار کیږي چې ولې یې داسې نوم راته انتخاب کړي دی، چې دا چاره په کورني ژوند منفي اغیز کوي او نفرت را منځته کوي.
د هغه سمه تربیه:
اسلام ماشوم ته حق ورکړی دی، چې باید مور او پلار یې سالمه روزنه وکړي، نیک اخلاق ورزده کړي، اسلامي اداب ور وښايي، له نورو سره لکه د کورنۍ، ملګرو او ټولنې له هر ډول وګړو سره د راشه ـ درشه په اړوند اسلامي اخلاق او اداب ور زده کړي؛ دا ځکه کله چې دغه ماشوم لوی شي؛ نو دا به نیک سړی وي، چې کورنۍ او ټولنې ته به د مشکلاتو په ځای حل راوړي.
خوراک او مصرف:
اسلام ماشوم ته حق ورکړی دی، چې تر څو د خپل لاس شوی نه وي په مور او پلار یې واجب دي، چې په دغه ماشوم باندې په سمه توګه مصرف وکړي، هغه ته خوراک ـ څښاک، کالي ور برابر کړي او د هغه مختلف احتیاجات ور پوره کړي، چې په دې سره به د هغه یو ډول د راتلونکې لپاره د کورني او اجتماعي ژوند روزنه هم شوي وي او آينده کې به ده هم لاس په کار کیدل زده کړي وي.
اسلامي زده کړه:
اسلام ماشوم ته د زده کړې حق ورکړی دی، هر پلار او مور یې په دې مکلف کړې دي، چې له زانګو نه یې د هغه د زده کړې غم وکړي؛ ځکه هغه ټولنه چې پوهان ولري په نسبت سره هغو ته چې پوهان نه لري متمدنه، پرمختللې او زر کاله اوږد عمر پاتې کیدلی شي؛ خو ناپوه ټولنه د بریا، پرمختګ او بقا په نوم څه نه پیژني.
لوبې او ساعتيری:
اسلام ماشوم ته د هغه لوبو چې جائزې دي هم حق ورکړی دی، د عمر رضی الله عنه د خلافت په دوره کې هغه ټولو ته امر کړی وو، چې ماشومانو ته د غشو ویشتل، لمبو زده کول او د اسونو زغلول ور زده کړي؛ دا ځکه تاریخ شاهد دی هغه ټولنه چې ځوانان یې غښتلي وي د نړۍ د راج او واک واګې د هغوی په لاسو کي وي او دا نن ورځ ځکه ضرور دی، چې موږ د اټومي سولې په دوران کې ژوند کوو.
په پای کې وایم که چیرې ماشومانو ته هغه حقونه ورکړل شي، چې مقدس اسلام ورکړې دي؛ نو په پوره ډاډ ویلای شم چې په لنډه موده کې به اسلامي نړۍ مثبت بدلون ومومي او د اسلام اصلي تصور به نړیوالو ته انعکاس کړي، چې پايله به یې د بشریت اطمنان، د انسانیت بقا او زموږ واک او راج وي.
لیکوال: عبدالصمد شاکر

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي