برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۰ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ولسمشریزې ټاکنې

آریانانیوز: د ټاکنو کمیسیون وايي ولسمشریزې ټاکنې به د را روان لمریز کال د لومړۍ میاشتې په وروستۍ ورځ ترسره شي.


خامه پریس؛ د یادې سرچینې په حواله وايي چې ولسمشریزې ټاکنې به د ۱۳۹۸ل کال د وري د میاشتې په ۳۱مه چې د ۲۰۱۹م کال د اګسټ له ۲۰مې سره برابره ده ترسره شي.
شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې اجراییه ریاست هم ټينګار کړی و، چې باید د ولسمشریزو ټاکنو نېټه اعلان شي.
محمد اشرف غني هم ویلي و، ښه به وي چې ژر تر ژره د ولسمشریزو ټاکنو کره نېټه اعلان شي.
دا په داسې حال کې دی چې پرون د ټاکنو کمیسیون وویل، د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې باید وځنډول شي.
د دې کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي وویل، چې په ولسوالیو کې د ښځينه نوماندانو نه شتون، نا امني او د نوماندانو معیار نه پوره کېدل هغه څه دي چې باید ټاکنې وځڼدول شي.
د ولسمشریزو ټاکنو نېټه په داسې حال کې اعلانېږي، چې د پارلماني ټاکنو لپاره تر دوه میاشتې کم وخت پاتې دی او په اړه يې لا هم د فساد او درغلۍ څرګندونې ګرمې دي.
د تېرو ولسمشریزو ټاکنو له جنجالي پروسې وروسته چې پایلې يې هیڅ اعلان نه شوې، په ولس کې د ټاکنو په اړه باور نږدې په نشت برابر شو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي