برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۴ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

صلحه او انتخابات، شعار دی که حقیقت؟

اولس کاله وشول چې په افغانستان کښې له ترهګرۍ سره تش د نامې جګړه روانه ده خو د دغه هیواد خلک له همهغې وړومبۍ ورځې د صلحې غوښتونکي وو او د افغانانو دا غوښتنه نن سبا خپل اوج ته رسیدلې ده. ځکه داسې ورځ نشته چې د افغانانو وینه پکښې توې نه شي، حال دا چې دا وینې توییدنې د دوي لپاره هیڅ ګټه نه لري او یوازې بهرنیان ترې ګټه پورته کوي او تراوسه د صلحې لپاره هیڅ داسې ګام نه دی پورته شو چې یوازې د افغانانو لخوا وي. اصلي وجه یې هم دا ده چې د صلحې پړی د بهرنیانو په لاس کښې دی. که هغوي وغواړي یا کم از کم افغانان د خپلو ستونزو هوارولو ته پریږدي نو ممکنه ده چې په افغانستان کښې صلحه ټینګه شي.
د ځینو خبرو سرچینو د رپورټ له مخې دوه/درې ورځې وړاندې چې کوم امریکايي پلاوی کابل ته تللی و د افغانستان له ځینو خبرو کسانو سره یې دا موضوع شریکه کړې وه چې امنې سیمې به څنګه جوړوي؟ او دا کار ښودنه کوي چې امریکا غواړي افغانستان د صلحې په پلمه د یو بل کړکیچ په لور ټیل وهي. خو دا په زړه سواندو افغانانو پورې اړه لري چې دښمنان داسې لوبې لوبولو ته پریږدي او که نه. د دې لوبې او ډرامې ترڅنګ د انتخاباتو په نوم یوه بله لوبه هم روانه ده. البته خپله له انتخاباتو سره هیڅوک مخالفت نه شي کولی او د یوې ټولنې ضرورت دی خو دا چې انتخابات په خپله نیټه ونه شي نو په رښتیا چې د خواشینۍ خبره ده. انتخابات ځانته ټاکلی وخت لري او داسې نه ده چې هر کله چې د واکمن نظام په ګټه وي انتخابات ترسره کوي ګني سترګې پرې پټې کړي. د افغانستان خلک انتخابات غواړي خو شفاف او راڼه انتخابات، داسې انتخابات چې د خلکو ریښتوني استازي او هغه کسان پکښې پارلیمان ته لاړ شي چې د دغه کار صلاحیت لري، نه داسې کسان چې په فساد کښې ډوب وي او د ځمکو په غصبولو کښې له ټولو مخکښې وي، حتی بې سواده وي او د قانون تعریف یې نه وي زده، او له ټولو مهمه دا چې د انتخاباتو تر شا کومه سیاسي ډرامه نه وي او ټول افغانان دا خامخا مني ې د حامد کرزي د ولسمشرۍ په پړاؤ کښې امنیت د روان پړاؤ په نسبت ښه و. په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۹ کلونو کښې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات نسبتاً په ښه حالت کښې ترسره شول او همداشان د حامد کرزي په وختو کښې د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو ټاکنې هم نسبتاً ښې وې خو بیا هم د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې ونه شوې خو اوس چې د افغانستان امنیتي وضعه د تیر ولسمشر حامد کرزي د دوران په پرتله ورځ په ورځ لاخرابیږي، بیا هم د افغانستان حکومت د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو په ترسره کیدو ډیر ټینګار کوي او دا چاره د هر افغان په زړه کښې شک اچوي چې آیا حکومت په رښتیا د ولسواکۍ په لټه کښې دی او که کومه لوبه اجرا کوي؟ خلک په دې شکمن دي او له ځانه سره وايي چې که فرض کړه د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات ترسره هم شي خو آیا د ولسمشرۍ ټولټاکنې به ترسره شي؟ آیا وبه هم شي او که نه؟ ځکه چې حکومت تراوسه په واضحه توګه څه نه دي ویلي.
د افغانستان د چارو کارپوه ښاغلي وحید مژده په دې هکله تهران راډیو ته وویل: د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو په ترسره کولو باندې د افغانستان د حکومت ټینګار په دې وجه دی چې د لوې جرګې غړي پوره شي، څو د افغانستان د حکومت او امریکې د غوښتنې له مخې د لوې جرګې له لارې د هیواد په کچه د امریکې د ګټو په لړ کښې یوشمیر اقدامات ترسره شي.
ښاغلي مژده څرګنده کړه: امریکا غواړي د انتخاباتو په ورځ د ډیرو عملیاتو د نه ترسره کولو په موخه د طالبانو د قانع کولو لپاره پر پاکستان دباؤ واچوي څو انتخابات تر څه حده ترسره شي. خو دوي بیا وویل چې ممکنه ده د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې ترسره نه شي او د لوې جرګې لخوا د همدې اوسني حکومت موده تمدید شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي