برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۰ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د حکومت تر لاس لاندې ساحې ته په کتو؛ ټاکنې مشروعیت نه لري

له کابله خپرېدونکې ورځپاڼې ویسا؛ په تازه سرمقاله کې لیکلي، دا چې تر پنځوس سلنه ډېره خاوره د طالبانو په لاس کې ده، نو د حکومت له لوري ټاکنې اصلاً مشروعیت نه لري.


د مقالې د لیکوال په باور د اختر دریو ورځو اوربند دا وښوده چې طالبان نږدې په ټول افغانستان کې پراخ حضور لري او که حکومت د دوی له حضور سره سره د ټاکنو نیت ولري، هیڅ مشروعیت به ونه لري.
مقاله دعوه کوي چې د ولسمشرۍ تېرې ټاکنې د طالبانو او حکومت تر منځ د یوې معاملې له مخې د طالبانو له لوري ګډوډه نه شوې، خو بیا هم د ځينو تخریبي کړيو له لوري ټول خلک «د جان کيري د پرېکړې قرباني شول.»
سرچينه د ټاکنو په اړه د بهرنیانو او حکومت د طرحې په اړه لیکي: «داسې ښكاري چې په ريښتيا هم حكومت او بهرنيان غواړي چې انتخابات بايد يا د دوى د خوښې پايلې ولري او يا داسې بحراني شي چې حكومت د خپل واك د دوام لپاره نورې نسخې عملي كړي.»
د راتلونکو ټاکنو په تړاو نا امني د یو لوی خنډ په توګه یادېږي، خو د همدې ورځپاڼې د پرون ورځې مقاله بیا پر دې را څرخېده چې د سولې پروسه هم امریکا انحصار کړې ده.
د مقالې د لیکوال په باور امریکا دې ته نه ده تیاره، چې په خواریو او لګښتونو تیاره شوې پوځي اډې مفتې له لاسه ورکړي، ‏ځکه خو د سولې نیت نه لري‎.‎
مقاله کې وړاندې راغلي و، امریکا د سولې نوښت انحصار کړی او افغان حکومت ته يې داسې اجنډا په لاس کې ورکړي چې یوازې ‏تبلیغاتي ګټه ترې واخلي‎. ‎
د ویسا په دې سرمقاله کې چې د «په جنګي تګلارو کې سوله څومره ممنکه ده؟» تر سرلیک لاندې خپره شوې وه، دا هم راغلي چې ‏امریکا غواړي ځينې طالبان له حکومت سره یو ځای کړي او «دوی بیا ترې تبلیغاتي ګټه اوچته کړي.»‎
وړاندې لیکي: «په دې كې د امريكا او د دوى د لاسپوڅي حكومت ګټه دا ده چې حكومت به لږ ساه واخلي او له حزب اسلامي ‏سره د سولې په څېر به له طالبانو سره د سولې مسأله په رسنيو كې وشاربي. خو جګړه به دوام كوي، مرګونه به تر دې هم زيات ‏شي او افغان ولس به د مصيبتونو په كنده كې پروت وي‎.»

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي