برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۳ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د انتخاباتو پروسې ته د خلکو ناګروهنه

د انتخاباتو دکمیسیون لخوا پیل شوی ده دومره د هیواد د خلکو له ناګروهنې او نا دلچسپۍ سره مخ شوی ده چې نه یوازې د هیواد هر ضمیر او وجدان لرونکی ښاریز په دغه حالت اندیښمن دی بلکې د افغانستان حکومتی چارواکی هم لالهانده شوی دی چې څه وکړی.


دافغانستان د ملی پارلمان او د ولایتی شوراګانو د انتخاباتو لپاره د رایو ورکونکو د نومونو د لیکلو پروسه معلومه ده چې نه یوازې له ناکامۍ بلکې له بدنامۍ او کړکیچ سره هم مخ ده .
ددغه پروسې د ناکامۍ علتونه ډیر دی خو درې مهم او ټاکونکی عوامل یې دا دی .
لومړۍ دا چې د افغانستان د تیرو انتخاباتو پروسې څومره له مشکلاتو سره مخ وې او څومره د کړکیچ په لور بوتلل شوې او نتیجه یې څه شوه او خلکو نور د انتخاباتو په پروسې خپل باور ختم شوی دی .
ورپسې چې نړیوالې ټولنې یعنی امریکا د افغانستان د انتخاباتو د رایو په نتیجو کښې لاسوهنه وکړه او په نتیجه کښې یې کوم ډول حکومت جوړ شو خلکو د خپل ژوند په ریسک او خطر سره رایې ورکړې په نتیجه کښې داسې حکومت جوړ شو چې دخپلو خلکو د وژلو لپاره یې قاتلانو (امریکا) ته مراجعه وکړه او له قاتلانو سره یې امنیتی تړون لاسلیک کړ او دغه کار دافغانستان دخلکو د وژلو بهیر زیات کړ او دهیواد په خلکو کښې یې د انتخاباتو پروسه بې ارزښته کړه .
دوهمه دا چې دافغانستان دانتخاباتو لپاره کله نه کله د پخوانیو کارتونو موضوع مطرح شوه .
په الیکټرونکی پیژند پاڼو او ورپسې په کاغذی پیژند پاڼو غور وشو او دافغانستان د چارو د کارپیژاندو په اند داسې ښکاری چې د کابل په حکومت کښې ځینې کړۍ اصلا د انتخاباتو ترسره کیدل نه غواړی چې په پراخه سویه ولسی اعتراضونه وشی .
که چیرې ښکاره مخالفت هم ونشی خو دافغانستان د انتخاباتو له پروسې سره د خلکو د خاموشې ملګرتیا د غوڅیدا او د خلکو ناګروهنه همدا اوس لیدل کیږی څرنګه چې خلکو دهیواد په اکثرو ولایتونو کښې د رایو د ورکولو لپاره د نومونو د لیکلو د پروسې هرکلی نه دی کړی .
دریمه دا چې له یوې خوا د هیواد په اکثرو سیمو کښې د افغانستان او دامریکا د حکومتی ځواکونو او دغه راز د حکومت د وسله والو مخالفینو لخوا جنګونه روان دی او له بلې خوا طالبانو هم له خلکو غوښتی دی چې په انتخاباتو کښې د ګډون لپاره خپل نومونه ونه لیکی .
دافغانستان طالبانو ویلی دی د هیواد د انتخاباتو پروسه افغانی نه ده بلکې دامریکا یوه دسیسه ده .
پردې اساس د افغانستان خلک له طالبانو د ویریدا په خاطر چمتو نشول د انتخاباتو د پروسې هرکلی وکړی .
په دې خبره کښې هیڅ شک نشته چې د انتخاباتو ترسره کیدل په هر هیواد کښې دیوې ټولنې اړتیا ده چې د خلکو د رایو له لارې د پارلمان استازی انتخاب شی او د هیواد په ارتباط ملی اراده اجرا شی خو پوښتنه دا ده چې ایا په افغانستان کښې واقعا د انتخاباتو دترسره کیدا لپاره شرایط برابر دی او ایا دهیواد حکومت ، سیاسی ګوندونو او کاندیدانو په خپلو دندو عمل کړی دی ؟ هغوې ازاد او خپلواکه دی ؟ چې ځواب کاملا روښانه دی په هیواد کښې هیڅکله په ملی دندې عمل نه دی شوی

شریک یي کړئ!