برخه -څانګه : note, world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۵ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دیمن په الحدیده کې د اوور بند دټینګیدا او د دواړو خواو د بندیانو د مبادلې موافقه

آریانانیوز: دیمن د سولې دخبرواترو څلورم پړاؤ چې ددسمبر له شپږمې نیټې دسویډ په سټاکهم کې د یمن والو په شتون سره پيل شوې او د دسمبر تر دیارلسمې نیټې پورې روانې وې ، چې په الحدیده کې د اوور بند دټینګیدا او د دواړو لورو د بندیانو دمبادلې دلومړنۍ موافقې لامل شوې.
ټاکل شوې ده ، د یمن دسولې دخبرواترو ورپسې پړاؤ د راتلونکي کال دجنورۍ له وروستیو څخه د ملګروملتو په څارنې سره پیل شی . دسویډ دسولې خبرې اترې که څه هم ، دیوې نسبي موافقې لامل شوي ، خو په تیروخت کې د مین دبحران دحل لپاره د غه خبرې اترې په کرتو د سعودي عربستان او دهغو دمتحدانو په کارړنګونو سره له ماتې سره مخامخ شوي دي .
په هر حال ، هغه څه چې دسویډ په خبرواترو کې پر کاغذ لیکل شوي دي ، دیمن دڅلور کلن شخړې دسیاسی بهیر په وړاندې یوړ ګام دی . په همدې چوکاټ کې ، د ملګروملتو سرمنشي آنتو نیو ګوتریش باؤري دی ، ، دیمن په لویدیځ الحدیده کې د اوور بند په باب موافقه ، په سویډ کې دیمن والو خورا غوره بریا ده ده ، ځکه دیمن دحالاتو د حل د کِلۍ په معنا ده . دملګروملتو سرمنشي روښانه کړې ، د الحدیده مهم ښار په باب یوه موافقه ترلاسه شوي او د الحدیده ښار او بندر به د ګډو ځواکونو دشتون شاهد وي او دالحدیده ولایت په سویه اوور بند ټينګیږي .
د یمن په چارو کې د ملګروملتو استازي مارتین ګریفیټس د دسمبر په دیارلسمه نیټه ، په الحدیده کې د اووربند د اجرا دڅرنګوالي په تشریح کولو کې وئيلي دي ، په پیل کې له درو بندرونو ،یعني له الحدیده ،الصلیف او راءس عیسی بندرونو څخه دپوځيانو شاتګ پیلیږی ، وروپسې پوځيان له الحدیده ښاره شاتګ کوي او ملګري ملتونه د الحدیده بندر باندې داصلي څارونکي په توګه رول لوبوي . د یمن له الحدیده بندره د دغه هیواد نورو ولایتونو ته دمیلیونونو یمن والو لپاره لازیات د انسان دوستۍ او خوراکي مرستې لیږدول کیږي .
دیمن د بحران په باب د سویډ دموافقو مثبته بڼه ،یعني په الحدیده کې اوور بند ، دبندیانو مبادله ا و په دغې سیمې کې دآرامښټ دټينګیدالپاره د تعز پّ باب نفاهم لیکونه د هغو له عملي اجرا کیدا سره تړلي دي . هغه تفاهم لیکونه چې دسویډ داته ورځنیو مشورو په دوام کې ترلاسه شوي ، یو مثبت ګام دی ، خو دغه قضیهّ،د مرکچي لورو په تیره بیا دریاض دپلاوي له خوا له خلاف ورزیو پرته دهغوي له عملی اجرا سره اړونده ده .
هغه څه چې اوس ورته د په سیاسی معادلاتو کې ډير دپام او اهمیّت و ړ ګرځیدلي ، د سعودي ائيتلاف دحملو په وړاندې د یمن د ولس مقاومت ، او په نهایت کې د خبرواترو پر میز د کیښناستو لپاره د دغه ا ئيتلاف مجبوریدا ده . په سویډ کې دیمن دسولې له خبرواترو مخکې ، دسعودي ائيتلاف د امریکا دسیاسی اوپوځي ملاتړونو په سیوري کې ، هرڅه ئې چې په توان کې وو، کارولي ئې دي څو په الحدیده کې د یمن دولس دمقاومت هوډ او اراده غوڅه کړي او دخبرواترو پر میز ګټونکي شي ، خو ناکام شوي او په نتیجې کې ئې له کوم شرط پرته خبرواترو ته له غاړه کیښودو پرته بله لاره ونه درلوده .
په همدې زمینې کې د یمن د لوړې انقلابي کمیټې مشر محمد علی الحوثي د سټاکهم له موافقې یوه ورځ وروسته وئيلي دي ، که دیمن پوځ او ولسی کمیټیو مقاومت نه کولئ ، نو پر امریکا ، سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو باندې د واکمنو نظامونو جنګ غواړی ماهیّت نه څرګند کید. محمد علی الحوثي ټينګار کړی ، په یمن کې د امریکائي ،سعودي اواماراتي او دهغوي دمتحدانو تیریګرو په لاس دنړیوالو او بشری حقوقو د جلا جلا خلاف ورزیو څه دپاسه پنځه زره موردونه شته ، چې په لوږې ، ډول ډول ناروغیو دخوریدا لامل شوي او امنیت شورا او نړۍ درست هیوادونه په یمن کې د دغه ډول جنایتونو درولو ته پابند کوي .
دیمن دسولې په خبرواترو کې د دغه هیواد انصار ا… ولسی غورځنګ دوې مهمې بریاوې درلودلي دي . هغه سلامشورې چې په سټاکهم کې کابو تر یوې اونۍ پورې روانې وې ، د باؤر جوړونې او د دوسییو د ترټولو پيچلي حل په چوکاټ کې له هلوځلو سره یو ځاي وې . داسې هلې ځلې ، چې که ادامه ولري ، نو په یمن د سعودي ائيتلاف د پوځي حملو او تیریو د دریدا لپاره یوه هیله کیدلی شي .د الحدیده ښار او د دغه ښار دسټراټژيک بندر په سر موافقه او هم دیمن د په جنوب لویدیځ کې په تعز ښار کې دتاؤتریخوالي دکمیدا په باب موافقه ، هغه تر ټولو مهمې بریاوې وې ، چې د یمن والو د دواړو لورو ترمینځ دسویډ په سلامشورو کې ترلاسه شوي دي .
له هغه څه ورتیر،چې دسټاکهم په خبرواتروکې ترلاسه شوي دي،او دا چې تر کومه اندازه به ورباندې بریالی عمل وشي،دیمن دانصار ا…ولسی غورځنګ لپاره سیاسی بری دی،چې په دغو خبرواترو کې ئې د دغه هیواد د ولس دپراخې او سترې برخې د استازي توګه شتون درلود. دریاض پلاوي له دې مخکې ، دیمن دانصار ا…. ولسی غورځنګ د دغه هیواد د ولس د روا استازي په توګه نه پيژندۀ او په همدې سبب هرځل ئې په تیرو خبرواترو کې کارړنګونې کولې . دې ځل البته دغه واقعیّت تحقق وموند چې دیمن انصار ا… غورځنګ دیمن د ملت یو نه جلاکیدونکي برخه ده او پر دې سربیره ئې ، د په تیرو څلورو کلونو کې ئې د سعودي تیریګر ائيتلاف د جنګ غواړو او جنایتکارو اقداماتو په وړاندې دیمن د ولس د رواؤ ګټو دفاع کړې ده .
له هغو درو موافقوسره سره چې د سویډ دسټاکهم د سولې دخبرواترو په چوکاټ کې ترلاسه شوي،د نورو موافقو لپاره شرائط برابر نه شول،ځکه د ریاض دپلاوي ملګرتیا نه کول،ددغو موافقوخنډ شوي،څود خبرواترو په دغه پړاؤ کې لازیاتې موافقې ونه شي . د یمن د پلازمینې صنعا دهوائي ډ ګر موضوع ، د خبرواترو دهرپړاؤ یوه مهمه موضوع ده او د یمن والو لپاره دهغود مدیریّت بحث ډير اهمیّت لري .
د یمن د مستعفي او تښتیدلي ولسمشرعبدربه منصور هادی چې سعودي عربستان ئې هراړخیز ملاتړ کوي ،ټينګار کوي ، دصنعا هوائي ډګر په یوه داخلی هوائي ډګر بدل شي .سټاکهم ته د صنعا (یعنی دانصار ا… غورځنګ)لیږل شوی پلاوی ، دصنعاپر نړیوال هوائي ډګر په څارنې ټينګار کوي . انصار ا… ولسی غورځنګ دصنعا په هوائي ډګر کې د ملګروملتو له رول لوبونې سره پُخلا دی .
همدغه دوې بیلابیلې لیدتوګې او پر خپلو غوښتنو د ریاض د پلاوي ټينګار لامل شوی ، دسویډ په خبرواترو کې د صنعاء دهوائي ډګر د مدیریّت او کارندوالي په باب او دا چې دغه هوائي ډګر ، یمن ته د تلوراتلو اصلي اساس شي ، کومه موافقه نه ده شوې .
یمن په تیرو څلورو کلونو کې د سعودي عربستان دائیتلاف دغواړو اقداماتو او تیریو په نتیجې کې له تر ټولو ستر انساني ناؤرین سره لاس او ګریوان دی او دغه وضعیّت دسویډ د سولې د اخبرواترو او په نهایت کې ئې د یمن د جنګ د ختمولو په موخې سره دجامعې لارې چارې لپاره ئې د هغې د دوام اهمیّت لازیاتوي .
د دانسان دوستۍ په چارو کې د ملګروملتو دسرمنشي مرستیال ما رک لوکوک د دسمبر په څوارلسمه نیټه ددې خبرې په کولو سره چې دیمن ډيری کورنۍ له کوم سرپناه پرته ژوند کوي ، وئيلي دي ، په یمن کې په میلیونونو خلک له ناوړه خواړو سره لاس اوګریوان دي .
دغه وضعیّت ایجابوي،چې په یمن کې دجنګ دختمیدا لپاره هلې ځلې دوه چنده شي او په دې مینځو میان کې دملګروملتو رول ته له بل هر څه زیات تمه کیږي .. هیله کیږي،د یمن په چارو کې د ملګروملتو ځانګړی استازی مارتین ګریفیتس دسویډ په خبرواترو کې د ترلاسه شوي لومړنۍ موافقې له سیاسی چارو پرته تعقیب او عملی کړي څو دغه موافقه لازیاته د جامعې لارې چارې په چوکاټ کې په یمن کې د سولې دپوره کیدا لپاره یوه وارمخکې غوره چاره شي .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي