برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۸ اسفند , ۱۳۹۶ لنډ لینک :

د ټرمپ او نتن ياهو کتنه او ګډ فوځي مشقونه

د امريکې ولسمشر په سپينه ماڼۍ د صهيونېسټ رژيم له وزيراعظم سره په کتنه کښې په مقبوضه سيمو کښې د دغه رژيم له موقف څخه په ملاتړ سره وويل، کېدې شي هغه په قدس کښې د امريکې د سفارت د پرانېستې په مراسمو کښې په ذاتي توګه ګډون وکړي.

ډونالډ ټرمپ وويل: د امريکې او اسرائيلو تعلقات هيڅکله په دومره اندازه ګرم او دوستانه نه وو. د صهيونېسټ رژيم وزيراعظم د اسرائيلو او امريکې د عمومي چارو د کمېټۍ (آيپک) American Israel Public Affairs Committee په کلنۍ غونډه کښې د شرکت لپاره واشنګټن ته تلے دے. امريکې ته د نتن ياهو سفر په داسې حالاتو کښې دے چې د صهيونېسټ رژيم فوځ هم په نيواکي فلسطين کښې د امريکې د فوځ په مشارکت سره فوځي مشقونه شروع کړي دي. صهيونېسټي سرچينو وويل: امريکه له دوه نيم زره فوځيانو سره د دوه زره صهيونېسټو فوځيانو تر څنګه په دغو ګډو فوځي مشقونو کښې مشارکت کوي. دغه فوځي مشقونه د امريکې او صهيونېسټ رژيم يو لړ ډېر ستر مشقونه ګڼل کيږي. د قدس په اړه له اسرائيلو څخه د واشنګټن سياسي ملاتړونه او ورسره زياتې فوځي ملګرتياوې د جنګ د اور لګونو د نوي دور شروع کېدو او په فلسطينيانو او عربو هېوادونو باندې د دغه رژيم د پراختيا غوښتونکو سياستونو د تپلو د فضاء جوړولو لپاره دغه رژيم ته د شين څراغ د ښودلو په معنا دي.
سکاټلېنډي فعال ميک ناپيه له فلسطين سره د ملګرتيا نومې يوې څېړنه کښې له صهيونېسټ رژيم څخه په ملاتړ کښې د امريکې د حکومت په تېره بيا د ډونالډ ټرمپ د حکومت دريځ نيونې ته اشاره کړې او تاکيد کوي چې د فلسطين په نيواکي زمکو کښې د صهيونېسټ رژيم د تېري ګرۍ د لمن د ارتېدو يو اصلي علت همدغه ملاتړونه دي. د امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دوران کښې له صيونېسټ رژيم څخه د امريکې د ملاتړونو زياتوالے يوازې په اقتصادي او سياسي ډګرونو پورې محدود نه دے بلکه دغه ملاتړونه د فوځي ملګرتياو په ډګر کښې هم د زياتېدو په حال کښې دي. له صهيونېسټ رژيم څخه د امريکې ملاتړ يو همېشنے سياست دے چې د امريکې د ټولو ولسمشرانو لخوا يې کم او زيات دوام او د هغوي په ترجيحاتو کښې يې شتون لرلے دے. دا په داسې حال کښې دي چې د امريکې ځينې ولسمشران د صهيونېسټانو د چاپلوسۍ او خوش خدمتۍ په لاره کښې ته به وائې له نورو څخه وړاندې شوي چې ډونالډ ټرمپ له هغو ولسمشرانو څخه يودے. بې له شکه صهيونېسټي لابي د امريکې په ټولنه کښې زيات نفوذ لري او له دې امله د امريکې ولسمشران د دغې لابۍ له مخکې نه په لا زياتې ملګري کولو سره د امريکې د کورني او بهرني سياست په ډګر کښې د خپلو سياستونو په مخ بيائلو په لټه کښې دي.
په دې زمينه کښې د امریکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په مختلفو اشارو سره صهيونېسټانو ته د خپل ارادت د ښودلو په لټه کښې دے او له اسرائيلي چاراکو سره په کتنو او د آيپک په غونډو کښې چاپلوسانه څرګندونې د دې حقيقت تائيدونکې دي.د صهيونېسټ رژيم د پراختيا غوښتنو زياتېدل په داسې حال کښې دي چې امريکې په دې وروستيو کلونو کښې له اسرائيلو سره د خپلو کلنيو بلاعوض مرستو د زياتولو او د دغو زياته غوښتنو د لګښتونو د پوره کولو لپاره خپله امادګي اعلان کړې ده.
د صهيونېسټ رژيم د مخکېنيو موافقه ليکونو په چوکاټ کښې په کال کښې د درې ميليارډ ډالرو مرستې ترلاسه کوي خو د نوي موافقه ليک له مخې چې د اجرا د لسو کلونو قابليت لري او په عملي توګه د ټرمپ د ولسمشرۍ په دوران کښې اجرائي کيږي، اسرائيل به يو بهرني لوري ته د امريکې په تاريخ کښې د دغه هېواد د فوځي او اقتصادي مرستو تر ټولو ستر پېکېج ترلاسه کړي. په دې چوکاټ کښې له صهيونېسټ رژيم سره د امريکې د بلا عوض مرستو اندازه به د لسو کلونو يعنې له ۲۰۱۸ نه تر ۲۰۲۸ کاله پورې موده له ۴۲ نه تر ۴۵ ميليارډ ډالرو پورې ورسي چې مهمه برخه يې د فوځي مرستو په شکل کښې ده. له صهيونېسټ رژيم څخه د امريکې زياتېدونکو ملاتړونو يوازې دغه رژيم د جنګ اور غرغنډه کولو ، پراختيا غوښتنو او د خپلو جنايتونو په دوام کښې لا زيات ګستاخ کړے دے.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي