برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۳۰ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

اشرف غني! تا کندز او کندزیانو ته څه ورکړل؟

آریانانیوز: هغه ورځې خو به مو یاد وي چې د ولسمشریزو ټاکنو کمپاین روان و. ولسمشر اشرف غني د هیواد لراوبر ته تاوده تاوده سفرونه کول، په فیسبوک کې یې هم د دوهم مفکر، د اوباما استاذ، دوهم غازي امان الله او دې ته ورته القاب ورته یادیدل.لیکوالانو او شاعرانو هم خپلې بې طرفي او ناپېیلتوب څنګ ته کړی و او ټول د اشرف غني په کمپاینرانو بدل شوي وو.
په هماغو شپو ورځو کې اشرف غني کندز ته راغی، او د کندز خلکو ته یې وعده ورکړه چې که دی کامیاب شو، نو دکندز خلکو ته به سرتاسري امنیت راوړي، د جګړو، خودسره ملیشو او بې امنیتۍ مخه به ونیسي. اشرف غني د خپلو غوړو غوړو وعدو په جریان کې کندزیانو ته وویل چې د آمو سیند غاړې به درته پخې کړم چې بیا یي اوبه یونسي، زراعت به ماډرن کړم او په کندز کې به یو خاص زراعتي پوهنتون درته جوړ کړم. د کندز هوایي میدان به په نړیوال میدان واړوم. او دکندز ښار د پراختیا لپاره نوی ماسترپلان به عملي کړم. په کندز کې به دوه نوې ولسوالۍ جوړې کړم او د خصوصي سکتور په خاص ډول د ښځو د لاسي صنائعو د انکشاف لپاره نوي پروګرامونه به عملي کړم.
خو دادی له هغه وخته څلور کاله تیر شول، د آمو سیند په استنادي دیوال، زراعتي پوهنتون، نړیوال هوایي ډګر او نورو اقتصادي پروژو پسې خو هسې توره بلا. . . خو اقلا چې دخلکو ژوند او د سر او مال خوندیتوب ته لږ پام شوی وای هم کندزیانو به له ولسمشره مننه کړې وای.
مګر موږ وینو چې په کندز باندې دا څو میاشتې دغسې محشر ګډ دی چې هیڅ ورځ یا شپه یې بې بمباره نه تیریږي.څو ورځې وړاندې د چهاردرې ولسوالۍ په زاخیلو، غونډۍ، میاګان، شیخان او خرکارانو سیمو کې له جنګ وروسته د امریکایي الوتکو بمبار او د اردو د توپ او هاوان ډزو د ګڼ شمیر بې ګناه خلکو کورونه تخریب او یو شمیر عام وګړي یې شهیدان هم کړل.
خو په چهاردره کې لا هغه غم نه دی سوړ شوی چې نن بیا د دې ولسوالۍ بې چاره اولس د غم په ټغر ناست دی.د کندز ولایتي شورا غړي وایي چې نن ماسپښين د کندز چهاردره ولسوالۍ خلازیو سیمه کې امریکايي الوتکو کلی بمبار کړی چې له امله يې ۳ کورونه مکمل ونړیدل او ۱۹ هیوادوال چې اکثره په کې ښځې اوماشومان دي شهیدان شوي چې جسدونه يې تر خاورو لاندې دي. وروستي راپورونو خو ښيي چې د وژل شویو شمیر تر دې زیات دی او ۲۸ تنه کلیوال شهیدان شوي دي.
بله بدبختي دا ده چې اوس لکه چې د افغان اولس ژوند او وینو هم په نړیوال بازار کې ارزښت بایللی وي. ځکه رسنۍ دغسې پیښې چې په هغه کې امریکایان یا د ملي اردو عسکر ملامت وي هغو ته چندانې انعکاس نه ورکوي نو ځکه ډیری داسې قتل عامونه او دملکي وژنو پیښې پټې پاته کیږي.
موږ اشرف غني تا وایو! چې تا خو له موږ سره د امنیت او اقتصادي پرمختګ وعدې کړې وې، مګر اوس دې زموږ له اولس څخه د هغوی یوازینۍ خدای ورکړې سرمایه( ژوند) هم واخیست. تا خو ویل د آمو سیند درنه ګرځوم،مګر نن دې په چهاردره کې د کندزیانو د وینو سیند روان کړ. تا ویل چې زراعت به عصري کړم، مګر تا زموږ قتل عام ماډرن او عصري کړ. که پخوا به اربکیانو په ټوپکو وژلو اوس مو ستا امریکایي ملاتړي په پرمختللیو وسلو، بمونو او سپینو فاسفورسو وژني.
تا خو ویل چې د کندز د ښځو لاسي صنائعو ته به انکشاف ورکړم. مګر نن د کندز میندې او خویندې د خپلو شهیدو ځوانانو له غاړو خامک کمیسیونه د غسل په تخته وباسي او پر ځای یې ورته کفنونه برابروي.
اشرف غني! لږ له خدایه وډار شه، نه به همیشه علم خان وي او نه به یي سره اوښان وي. همیشه به دغه امریکایان نه وي چې په قوت یې زموږ اولس مړ هم کړې او پړ هم. اول یي کلی وربمبار کړې او بیا یي د ترهګر او د وطن د دښمن په نوم پسې ملامت هم کړې.
دا اولس به ضرور یو وخت درنه د دې بمبارونو او قتل عامونو پوښتنه وکړي. له تا خو کرزی لا ښه و که نور یي نه شوای کولای د امریکایانو جنایات خو یي غندل او محکومول. خو دا چې تاسو په دې روانو جنایاتو خوله پټه نیولې، ستاسو په رضایت شاهدي وایي او له دې امله به تاریخ او اولس ته مسؤل یاست.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي