برخه -څانګه : news -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۶ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ملا برادر خلاصون

آریانانیوز: طالبانو د ملا محمد عمر مجاهد پخوانیي مرستيال او لوړ پوړي طالب چارواکي ملا عبدالغني برادر له زندان څخه د ازاديدو په اړه اعلاميه خپره کړې ده او ويلي يې دي چې د نوموړي په خلاصون کې هيڅ راز معامله او واسطه نه ده رامنځته شوې.


طالبانو د ملا برادر خلاصون يوه لويه لاسته راوړنه بللې ده او ددې اعلاميې له لارې يې عام ولس ته د هغه د خلاصون مبارکي ورکړې ده او نوموړي ته يې ددين د ښه خدمت له پاره د توفيق او د اوږد عمر دعا کړې ده.
په خبر پاڼه کې ويل شوي دي چې د ملا برادر اخند روغتيايي وضعيت ښه دی او د نوموړي د خلاصون په لړ کې هيڅ راز معامله او واسطه نه ده رامنځته شوې او ويل شوي دي چې نوموړی د الله (ج) په نصرت او رحمت راخلاص شوی دی.
اعلاميه زياتوي:
واقعا چې د اسلامي امارت په مشرانو باندې د مبارزې او جهاد په جریان کې خورا ستر امتحانونه او تکلیفونه راغلي، خو داچې ثابت قدمه پاتې شوي، صبر يې کړی او هرتکلیف يې د الله تعالی د رضا لپاره او د خپل هیواد د آزادۍ په منظور منلي دی، د افتخار وړ خبره ده، له الله تعالی څخه خپلو مشرانو، مجاهدینو او هیوادوالو ته نور له مصیبتونو څخه د بشپړ خلاصون غوښتنه کوو، الله رب العزت مو دې د هېواد استقلال او د اسلامي نظام حاکمیت په نصیب کړي.
ملا عبدالغني يو له هغو کسانو څخه دی چې د طالبانو د تحريک په لومړيو کې يې له ملا محمد عمر مجاهد سره يو ځای د تحريک د رامنځته کېدو هڅې کولې.
نوموړی اته کاله وړاندې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د پاکستان د څارګرې ادارې (ای ايس ای) له لوري ونيول شو.
ملا عبدالغني برادر په ۱۹۶۸ ميلادي کال د ارزګان ولايت په دهراود ولسوالۍ کې پيدا شوی دی او د پوپلزيو له قبيلې څخه دی او هملته يې ديني زده کړې کړي دي، په ۱۹۹۴ ميلادي کال چې طالبان په افغانستان کې د ملا محمد عمر مجاهد په مشرۍ راپورته شو ملا برادر د دې تحريک له لومړنيو او بنسټګرانو څخه ګڼل کيږي.
په ۲۰۱۳ ميلادي کال کې نن ټکی آسیا له ځينو باوري سرچينو څخه معلومات ترلاسه کړي وو چې ملا برادر باندي د پاکستان په بندي خانو کي ډیر فشار اچول شوی وو، تر څو خپل ځانته یو جلا تنظیم اعلان کړي او د مشر ملا محمد عمر مجاهد څخه چې هغه مهال ژوندی و، خپله لاره جلا کړي، خو نوموړي له دې ټولو کړاوونو له زغملو سره سره بيا هم دا ونه منله چې د ملا محمد عمر په مشرۍ دې د طالبانو له تحريک څخه جلا او ځانګړی تنظيم دې جوړ کړي.
بل لور ته نن سهار د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ملا برادر ته منسوب شوی هغه انځور چې په ځينو رسنيو کې خپريږي، په اړه يې وويل چې هغه د ملا برادر انځور نه دی او تر اوسه د هغه انځور نه دی رسنيز شوی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي