برخه -څانګه : news -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۵ تیر , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

افغانستان د هند پټ پوځي مرسته ردوي

آریانانیوز: د افغانستان حکومت د ځینو رسنیو لخوا په افغانستان کې د هند د پټو پوځي مرستو په اړه راپورونه رد کړي دي.


د پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون په دې وروستیو کې په یوه راپور کې ادعا کړې چې هغه الوتکې چې په کندهار کې د هند قونسلګرۍ څخه، چارواکو ډیلي ته لېږدوي د راستنیدو پرمهال ، په پټه د هند څخه افغانستان ته پوځي مرستې لیږدولې.

د دې راپور له مخې د هند د هوایی ځواک دوه -C17 ترانسپورتي الوتکې د افغانستان دولت ته تجهیزات او وسلې وسپارلې.

په ډهلي کې د افغانستان سفارت ټینګار وکړ چې راپورونه په هیڅ ډول ریښتیني ندي.

افغانستان او هند په 2011 کال کې د ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک کړ ، خو د اسلام آباد حکومت د حساسیتونو له امله ، ډهلي تر دې دمه په 2016 کال کې د څلورو روسي ساخته جنګي هلیکوپټرو د استولو پرته ، افغانستان ته د نظامي تجهیزاتو او مرستو له لیږلو ډډه کړې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي