برخه -څانګه : fun -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د لړمانو روزني فارم جوړول

آریانانیوز: دیورپورپه اساس د هلمند د کرني ریاست مسئولین وايي: د لړمانو د روزني دې فارم کي ۱۷ زره لړمان تر روزني لاندي دي. دوی وايي: د دې لړمانو زهر په نړیوالو مارکېټونو کي لوړ قیمت لري، او د درملني لپاره کارول کیږي. زهري لړمان به تر دې وروسته د وژلو پرځای نیول کیږي او بیا به پیسو پلورل کیږي.
لړم خلک چیچې ، ځکه نو په لیدو يې د هغه د وژلو تصمیم نیسي ، خو اوس داسي نه ده ، که دې لړم ولیدی ژوندی به يي نیسي او پر فارم والو به يي پلوري.
دا په هلمند کي د لړمانو فارم دی ، چي نږدې ۱۶۰۰۰ زره لړمان يي ساتلي دي.
دا ټول زهري لړمان دي ، چي پر فارم يي پیرمحمد په نوم یوه کس پانګونه کړې ده.
دی وايي : پخوا لړم یا وژل کېدی ، یا به نیول کېدی او په قاچاقي توګه به به نورو هیوادونو ته وړل کېده، خو اوس يې دوی له خلکو پلوري او دلته يي ساتي.
لړمان د څه لپاره ساتل کیږي؟
د دې فارم مسئول پیرمحمد وايي : دا لړمان په خورا مسلکي توګه ساتل کیږي ، په هرو دریو میاشتو کي یو لړم درې څاڅکي زهر تولیدوې ، چي د یو کیلو بیعه يي نږدې لس میلیونه ډالره دی.
د هلمند د کرني ریاست سرپرست رفیع الله قلم وايي : دغه ډول پانګوني په هیواد کي د اقتصادي پرمختګ لامل کیږي ، او دوی به په ټول توان خپله مرسته ورسره جاري ساتي.
دی وايي : له کندهار نیمروز او هلمند څخه دې فارم ته لړمان راوړل کیږي.
د دې فارم مسئول وايي : د لړمانو زهر په بهرنیو هیوادونکو کي د درملو په جوړونه کي کارول کیږي ، چي د بیلابیلو ناروغیو لپاره ترې ګټه اخیستل کیږي.
دی وايي : لړمانو ساتنه اسانه نه ده دلته د فارم د هوا د درجې کنټرول ، او د خاصو خوراکونو برابرولو لپاره يي کارونکي مسلکي روزنه لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي