برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۹ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د هوايي ځواک يو اېم اى ١٧ ډوله چورلکه د غورځېدوپه پېښه کې 5 کسان ټپيان شول

آریانانیوز: په کندهار کې د ٢٠٥ اتل قول اردو وياند ډګرمن خواجه يحى علوي د لېندۍ په ١٩مه وويل چې دا پېښه تېره شپه په هوايي ډګر کې د تمريناتو پر مهال رامنځته شوې ده.


هغه زياته کړه چې د هوايي ځواک يو اېم اى ١٧ ډوله چورلکه د کېناستو پر مهال چپه شوې چې له امله يې په کې ناست پنځه کسان ټپيان شوي دي.
د نوموړي په وينا، دا پېښه د تخنيکي ستونزو له امله رامنځته شوې او ټپي کسان تر درملنې لاندې دي.
په کابل کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وويل چې دا چورلکه د افغانستان دفاع وزارت اړوند وه.
سرچينې وويل چې دا پېښه د تخنيکي ستونزو له امله رامنځته شوې او وسله والو مخالفينو په کې لاس نه درلود.
د يادونې ده، په روان کال کې شاوخوا نهه افغان چورلکې غورځېدلې چې له امله يې د يو شمېر مهمو چارواکو تر څنګ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي