برخه -څانګه : afghanistan, economic -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۸ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

30میلیونه امریکايي ډالره لیلامول

آریانانیور: دافغانستان بانک غواړي چې د 1398 کال د زمری میاشتې په 9 نېټه د چهارشنبی په ورځ د داوطلبۍ په ترڅ کې شاوخوا 30 میلیونه امریکايي ډالره د یوې ازادې او رڼې پروسې له لارې وپلوري.



بانک په دې پروسه کې د ګډون کولو په موخه له صرافانو او سوداګریزو بانکونو څخه چې د شرایطو لرونکي وي، غوښتنه کوي څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي. د لیلام ګټوونکي اړ دي څو خپل حسابونه د ورځې تر پایه پورې (T) تصفیه کړي.
هغه صرافانو چې تر اوسه پوري یو میلیون او پنځه سوه زره افغانۍ د اسعارو په لیلامونو کې د تضمین په توګه تحویل کړي نه دي کولای شي له داوطلبی یو ورځ مخکې خپلې د تضمین پیسې تحویل کړي او په راتلونکي لیلام کې ګډون وکړي.
د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د لیلام ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغده او یا د حوالې له لارې په ټاکلي موده کې بانک ته سپاري

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي