برخه -څانګه : sport, world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۰ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

پاکستان د دولسو پرلپسې ماتو تنده بالاخره په بریا ماته کړه

آریانانیوز: د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې بالاخره د نیوزېلنډ پر وړاندې په یو ورځنۍ سیالیو کې د دولسو پرلپسې ماتو وروسته بریا خپله کړه.


دغه سیالۍ چې تېره شپه د نومبر په نهمه ترسره شوه، د پاکستان لخوا شاهین افریدي او فخر زمان په بریا کې مهم رول ولوباوه.
لومړی توپوهنه د نیوزېلنډ لوبډلې وکړه چې په ټولو اورونو لوبولو سره د روس ټیلر په زړه پورې توپوهنې د ۹ لوبغاړو په سوځېدلو ۲۰۹ منډې جوړې کړې او پاکستان لوبډلې ته یې د ۲۱۰ منډو کم هدف وټاکه، روس ټیلر ۸۶ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، د پاکستان لخوا شاهین افریدي ۴ لوبغاړي وسوځول.
په ځواب کې پاکستان لوبډلې ښه او ګټونکی پېل وکړ، د امام الحق له ټپي کېدو وروسته بابر اعظم فخر زمان سره غوره ملګرتیا وکړه، فخر زمان د ۸۸ منډو جوړولو وروسته وسوځېد، د نیوزېلنډ لخوا فرګوسن ۳ ویکټې واخیستې.
په پای کې پاکستان لوبډلې ټاکلی هدف د ۶ ویکټو په توپیر په ۴۰.۳ اورونو کې پوره کړ او د تېرو دولسو ماتو پرلپسېوالی یې له منځ ویوړ، ځکه چې د دواړو لوبډلو ترمنځ له پرونۍ لوبې وړاندې په ۱۲ سیالیو کې نیوزېلنډ دولس بریاوې خپلې کړې وې.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو سیریز یو-یو مساوي شو، له دې وروسته به درېیمه سیالۍ په دوبۍ او له هغې وروسته به د درې ټیسټ سیالیو سیریز پېل کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي