برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۵ آذر , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

یونیسف: په افغانستان کې ۱۴ میلیونه ماشومان له لوږې سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت خبرداری ورکړی چې ۱۴ میلیونه افغان ماشومان د لوږې له ګواښ سره مخ دي او ښايي یو میلیون یې د لوږې له امله مړه شي.


یونیسف هر کال په افغانستان کې د ماشومانو نړیواله ورځ نمانځله، خو سږ کال یې د ۱۴ میلیونو ماشومانو د لوږې له امله د دې ورځې د لمانځلو پلان نه لري.

دې ادارې ویلي چې له افغان ماشومانو سره د مرستې هڅه کوي، خو د ژمي په را رسېدو سره یو داسې ناورین رامنځ ته کېږي چې یونیسف یې د مخنیوي توان نه لري.

د یونیسف په وینا په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره ۱۹۲ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو په واکمنۍ کې فقر او لوږه خپره شوې ده.

نړیوالو سازمانونو په وار وار د بشري ناورین خبرداری ورکړی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي