برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۴ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

که شپنيز عمليات بند نه شول پاڅون به وکړو

آریانانیوز: وروسته له هغه چې په ننګرهار ولايت کې تيره اوونۍ پرله پسې په ولسي وګړو بمباري او چاپې ترسره شوې، خلکو يې په وړاندې غبرګون ښودلی دی.


د ننګرهار ولايت د خوږياڼو قومي مشرانو ويلي دي چې که په ولسي وګړو چاپې او بمبارۍ بندې نه شي نو په وړاندې به يې پاڅون وکړي.
تیره اوونۍ د ننګرهار په حصارک، شيرزاد، خوږياڼو او يو شمير نورو ولسواليو کې د ملي امنيت د ۰۲ قطعې له لوري د ولسي خلکو په کورونو عمليات او چاپې ترسره شوې چې له امله يې په يوه اوونۍ کې ۱۶۰ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.
په دغو وژل شويو کې ټول يې ولسي وګړي دي چې ډير يې سپين ږيري، ښځې او ماشومان دي.
ددې ترڅنګ په عملياتو کې ګڼ شمير کورونه هم نړېدلي دي او خلکو ته ډير مالي زيان اوښتی دی.
د ننګرهار قومي مشران چې په جلال اباد ښار کې يې رسنيزې غونډې ته وينا کوله وويل چې دولت بايد د ولسي وګړو مرګ ژوبلې څخه لاس واخلي او که دا لړۍ همداسې دوام وکړي نو خلک به ولسي پاڅون ته مجبور شي.
ددغو مشرانو له ډلې څخه د دلاور جرنيل زاده په نوم يو مشر وويل چې په تيره مياشت کې يوازې د شيرزادو په ولسوالۍ کې د ملي امنيت د ۰۲ قطعې له لوري ۷۰ ولسي وګړي وژل شوي دي چې ډيری يې ښځې او ماشومان دی.
يو قومي مشر عزيز خوږياڼي وويل چې حکومت د عامو خلکو وژنې ته مخه کړې ده چې په تيره مياشت کې په خوږياڼو، شيرزادو او حصارک ولسواليو کې له ۲۰۰ څخه زیات ولسي وګړي وژل شوي دی چې په دوی کې هيڅ طالب نه و.
هغه زياته کړه چې تر دې وړاندې مو د داعش او طالب له وجې له سيمې څخه کډې کړي دي او دا ځل مجبور يو چې د ۰۲ قطعې له وجې کډې وکړو، ځکه چې دا ظلمونه نور د زغملو وړ نه دي، هغه زیاته کړه چې که دا ځل ولس د حکومت له لوري کډې کولو ته مجبور شول نو ځوانان به يې ټول له طالبانو سره يو ځای کيږي.
د يادونې وړ ده چې تيره اوونۍ په پرله پسې توګه ځانګړو ځواکونو په خوږياڼو کې په ولسي وګړو چاپې ووهلې چې له امله يې تر ۲۰۰ څخه زيات ولس وګړي وژلي او د خلکو کورونه يې نړولي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي