برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

که حکومت غوښتنې ونه مني

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د شمال د تېلو او ګازو د تخنیکي خدمتونو د سروې امریت تنقیص شوي کارکوونکي خبرداری ورکوي، که حکومت یې غوښتنې ونه مني، د ارګ او کانونو او پټرولیم وزارت دروازې به وتړي
دوی د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې د لاریون پر مهال خبرداری ورکړ، که غوښتنې یې ونه منل شي، د دولت پر وړاندې به ودرېږي او هر کار ته به لاس واچوي .د ملي جنبش ګوند سلګونه پلویان هم له دغو معترضانو سره یوځای شول .د کانونو او پټرولیم وزارت تازه د یاد امریت له ۴۰۰ ډېر کارکوونکي تنقیص کړي دي
دغه وزارت سږ کال پسرلی هم په جوزجان کې د شمال د تېلو او ګازو د تخنیکي خدمتونو د سروې امریت ۱۱۰ بستونه راکم کړل
د دغې ادارې کارکوونکي وايي، که څه هم له تېرو ۸ ورځو راهیسې یې اعتراض پیل کړی، خو حکومت تر اوسه په دې اړه هېڅ ګام نه دی اخیستی
د یادې ادارې یو کارکوونکی نبي وايي، که غوښتنه یې ونه منل شی، تاوتریخوالي ته به مخه او په شبرغان ښار کې به ټولې دولتي ادارې وتړي
خو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي سلام‌وطندار ته وویل چې یاد وزارت اوس په شمال کې د تېلو او ګازو د تخنیکي خدمتونو د سروې امریت د کارکوونکیو د ستونزو حل کولو لپاره پر یوې طرحې کار کوي، څو یادې ستونزې پای ته ورسېږي
دا په داسې حال کې ده چې د یاد امریت کارکوونکیو تېره اوونۍ هم اعتراض کړی و او له کانونو او پټرولیم وزارت نه یې غوښتي وو، که ستونزې یې حل نه کړي، ټول تاسیسات او کانونه به پرېږدي او د ناوړه پایلو مسوولیت به یې هم د حکومت پر غاړه وي.

شریک یي کړئ!