برخه -څانګه : accidents, afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۰ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

پولیسو یو لاریونوال وژلی، پنځه يې ټپيان کړي

آریانانیوز: د لغمان ځايي چارواکي وايي د دې ولایت په مرکز مهتر لام کې د پولیسو له لوري پر لاریونوالو ډزې وشوې، چې شپږو تنو ته يې مرګ ژوبله واړوله. پولیسو وروسته له هغه پر لاریونوالو ډزې پیل کړې، چې هغوی پر دولتي ودانیو د تېږو وارونه شروع کړل.


دغه لاریون د ولایتي شورا د غړي عزیز الله د ساتونکو له لوري د یو ولسي وګړي له ډبولو وروسته د هغه پر ضد را پیل شو.
عیني شاهدان وايي پولیسو یو تن لاریونوال وژلی او پنځه نور يې ټپيان کړي دي.
تر اوسه نه ده څرګنده چې د ولایتي شورا غړي ولې ولسي وګړي ډبولی دی.

شریک یي کړئ!